Home خانه

لوګر ولس خپل ولايت ته د چارواکو پاملرنه غواړي

لوګر ولس خپل ولايت ته د چارواکو پاملرنه غواړي

Shir Mohammad Satanekzai 55 200لوګر دافغانستان له مرکزي ولایتونو څخه یوستراتیژیک اومهم ولایت دی، چې په لوړه کچه دکانونو سترکان پکې شتون لري، که دکرنې له پلوه ورته نظر وکړو،نو دکابل کندو يې هم بللی شواو که دجهاد اوفرهنګ له ډګره يې ونیسو؛ نو دباب الجهاد او دفرهنګي ستورو  ولایت هم بلل کیږي .
خوداچې لوګر ولایت  ته حکومتي چارواکي ځانګړي پاملرنه  نده کړې او یا يې نه کوي، ستونزه دلته ده، چې دغه ولایت به نورهم دشاه تګ په لوري مخه کړي .
لوګر ولایت دسیاست له ډګره هم بې برخې ندی پاتې شوې، په هرنظام کې ډیري سیاسیون او حکومتي لوړپوړي چارواکي لرلي دي او اوس هم په شته نظام کې په لوړو څوکیو دندې مخته وړي.
ولې داچې دوی دسیاست په بیړۍ کې ناست دي؛  باید لوګر او دنوموړي ولایت ولسونو لوري ته يې پام واوړي او دخپل دردیدلي ولسونو په ټپونو دملهم پټۍ کیږدي، څو ددې خوار ولس لپاره څنګه چې لیدل کیږي، په هماغه اندازه د دردونولپاره يې درمل وګرځي.

 ځکه لوګر دجغرافیايي نقطې له مخې؛ الله تعالی په لوګري ولس دالورینه کړې، چې دلوګر په ټاټوبي باندې لوړ اوهسک غرونه، ښکلي او دنګ دنګ چنارونه، شنې او زرغونې باغچې، روان او څپاندسيند، دنړۍ په کچه دویم درجه دمسولرغونی کان، دقیمتي ډبرو ذیرمې او نورنعمتونه پکې شته، خو لوګري ولس  دخوند  څکه يې لا هم په هغه اندازه نه دی کړې، چې د دوی ژوند پرې ښه شوي وي. 

که زموږچارواکي دخپل ولایت دحق غوښتنې دعوا نشي کولای، نو دډیري لوګري وګړو حقونه ترپښو لاندې کیږي او په دې لار کې دلوګر دولتي چارواکي او ولسونه دواړه مسؤل دي، چې ولس خپل غږ پورته کړي او دخپل حق غوښتونکي شي، څو لوګري چارواکي  هم دمرکزي حکومت نه دحق غوښتو په لټه کې وواسئ.

ولس که هرڅومره دخپل حق غوښتنه وکړي، خو چې دلوګر چارواکي يې ملاتړي  ونه اوسي؛ هیڅکله به خپل حق ترلاسه نه کړي.

لوګر ولایت ته چې له پلازمینې هر لوړپوړي  چارواکي راغلي، خو دژمنو ورکولو پرته؛ دعمل جامه يې تر هغه  کچې ندې ورآغوستي، چې لوګري وګړو ته دقناعت وړ او  ورڅخه راضي وواسي.

په ټول افغانستان او په تیره بیا لوګر ولایت کې د ډیرو ستونزو او ناخوالو ترڅنګ یوه ستره ننګونه ناامنیي ده ، چې دولتي لوړ پوړي چارواکي ورته بایدځانګړي پاملرنه وکړي.

دلوګرولایت دحق غوښتنه تر ټولو ستره بیلګه یاد ولایت لومړۍ یا دویمې درجې ته ارتقاء ورکول، دا هغه څه دي، چې دلوګر ولسونو حقونه پکې خوندي کیدای شي، څو په پرمختیايي او ټولنیزو برخو کې لوګري بې وزګاره وګړي او ځوانان په کار وګمارل شي او حکومتي چارې په لوګر کې ګړندیتوب پیدا کړي.

نو ښه داده، چې د ولس په ملاتړ دلوګرچارواکي اوسیاسیون په یوه خوله غږ پورته کړي، چې نور لوګري ولس دخپل حق غوښتونکي دي او نه غواړي، چې د دوی په حق کې ظلم او بې عدالتي وشي.څو په هرډګر کې لوګري بې وزګاره وګړو ته دکارکولو ښه زمینه برابره شي او هم به ځوانان بهرنیو هیوادونو ته دتللو څخه راوګرزي اوپه دې سره به  دکاردبسیاینې لپاره دلوګر ولس په چوپړ کې غښتلي ګامونه واخلي.

له یوې لوري به زموږ  بې وزګاره ځوانان په کار وګمارل شي،له  بل لوري به لوګر داقتصاد له پلوه نور هم غني او دپرمتخګ په لوري خوځښت پیدا کړي.

شیرمحمدامیني ستانکزی