Home خانه

د لوګر په والي د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د لوګر په والي د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۷-۱۰-۳۰ یکشنبه

Logar Media 400 د لوګر په والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي او دده په امنیتي کاروان نن شا او خوا ۱۰ بجې د لوګر کابل په لاره د سفیدسنګ سیمه کې ځانمرګی برید ترسره شو چې په پایله کې والي الحاج محمد انور خان اسحاقزی او د ملي امنیت رئیس جنرال امیر جان ناصري له بریده روغ وتلي خو ۸ ساتونکي یې شهیدان شوي او خوا او شا لس تنه نور ټپیان دي.
یاد برید په داسې حال کې د موټر بم په وسیله ترسره شو چې د لوګر والي او د ملي امنیت رئیس له کابل څخه لوګر ته خپلو دندو ته روان وو، په شهیدانو کې د ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ منسوبین هم شامل دي. د لوګر والي یاد برید باندې ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د هېواد او خاورې دوښمنان هر وخت غیر انساني او غیر اسلامي کړنې ترسره کوي.

 والي وویل چې دی او د ملي امنیت رئیس له بریده روغ رمټ وتلي او هېڅ زیان ندی ورته اوښتی. والي انور خان اسحاقزي رسنیو ته په خبرو کې وویل چې په ترسره شوي برید له حده زیات خفه دی، ده له خدای ج څخه په هېواد او خاوره کې د روانې جګړې د ختمېدو غوشتنه وکړه، شهیدانو ته یې د الله ج له درباره جنت او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې یاد برید د کابل لوګر په لاره د لوګر له دروازې سره د موټر په وسیله ترسره شوی چې په ترڅ کې یې یاده مرګ ژوبله اوښتې او هم پکې د والي درې موټر له منځه تللي دي ، د یادې پېښې ټپیان کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د لوګر د رسنیو مرکز
د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره