Home خانه

ولسي جرګې ته د لوګري نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

 ولسي جرګې ته د لوګري نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

Logar Kanded 400د افغانستان د ټاکنو کمیسیون نن ماښام د لوګر په ګډون د پنځو ولایتونو د ولسي جرګې نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د یاد کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د یوه خبري کنفرانس له لارې، محمد اسماعیل صدیقي، وفي الله افتخار، محمد آصف نبي زی او هُما احمدي له لوګر څخه مخکښ نوماندان یاد کړل چې د هغه په خبره تر نورو یې ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
په ورته وخت کې د لوګر د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر رحمت الله حقمل د یاد خبر پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې شونې ده یادې پایلې بدلون ومومي او له وروستي نوملړ څخه زینې نوماندان ووځي.

 لوګر ولایت په ولسي جرګه کې څلور څوکۍ لري، چې یوه یې ښځینه برخې ته ځانګړې شوې او په سږنۍ ټاکنو کې د ۵ ښځو په ګډون ۳۵ تنو ورته ځانونه نوماند کړي وو.