Home خانه

!ځوانان دې له پامه ونه غورځول شي

ځوانان دې له پامه ونه غورځول شي !

Shir Mohammad 200دامنیت ټینګښت په هېواد کې پرمختیایي اواقتصادي پروژو لپاره لاره هواروي، چې له دې کبله هغو ځوانانو ته دکار زمینه برابریږي، کوم چې له بېکارۍ څخه سر ټکوي.

دځوانانو لپاره کار او دنده؛ د دوی په اقتصادي او فکري ځواکمنتیا کې مهم رول لوبولای شي او د ناوړه کړنو مخنیوی او دهیواد دآبادۍ او پرمختګ لپاره لارې پرانیزي . 

خو له بده مرغه ویلی شو، چې له بې وزګارو ځوانانو سره بهرنیو هېوادونو ته د تګ فکر او سوچ ډیر دی، خو دوی به ګرم هم نه بولو، ځکه  په  افغانستان کې دکارنشتون او اقتصادي  کمزورتیا  هغه څه دي، چې هېوادوال يې له بیوزلۍ سره مخ او دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولو لپاره بهرنیو هېوادنو ته غیر قانوني تګ کوي .

 په هېواد کې بې وزګاره ځوانان؛  له دولت څخه د کارموندنې غوښتنه کوي، وايې چې دولت دوی ته دکار کولو آسانتیاوې په لار واچوي،  خو که دکار شتون په هېواد کې نه وي، نو ځوانان دې ته اړکېږي، چې هېواد پرېږدي، څو د خپل ژوند چارې او اقتصادي ستونزي له بهرنیو هېوادنو څخه پوره کړي .

په هېوادکې شته بې کاري، نا امني او بهرته دځوان نسل تلل؛ هغه څه بولو، چې ولس د دغو چارو پړه په دولت اچوي، ځکه دولت کولای شي، چې  دا ډول نا قانونه سفرونو مخه ونیسي  او ځوانانو ته په اقتصادي برخو کې کاري پروژې په لار ه واچوي او ځوانان له پامه  ونه غورځوي .

افغان ولس وايي، که چېرې دغه بحران لا پسې وغځېږي، نو ډېری ځوانان به بیاځلې مهاجرتونو ته مخه کړي.  نو اړینه يې ګڼو؛ چې دولت له هرڅه نه وړاندې ځوان قشر ته په تولیدي، صنعتي او اقتصادي برخو کې اوچت ګامونه واخلي .

ولس دسولې تږی دی، دوی وايي، چې سوله دهېواد په ګوټ ګوټ کې ټینګه شي، چې ټولو هېوادوالوته    دکارکولوزمینه او دخلکو لپاره  د ښه ژوند آسانتیاوې برابرې شي. دولت هم د دې پروسې لپاره کار کوي، کېدای شي، چې دخلکوپه ذهن کې دغه خبره زیاته ښکته اوپورته شي، چې دولت ۱۷ کاله کېږي، چې دسولې نارې وهي اود سولې څرک لا تراوسه نه لیدل کېږي .

 باید وویل شي، چې یوازې دولت په دې کارکې ښکېل نه دی،  د ولس همکاري په ګډه دسولې پروسې لپاره کار ترسره کول د دولت او ولس ترمنځ  اعتماد دیوبل سره مرسته کولای شي، چې  د دوی باوري اړیکې لاټینګې کړي. داچې په ځینوکلیو او بانډو کې وسله والې ډلې اوسي، د ټولنې وګړي دغو ډلو ته دقناعت  له لارې دهېواد دآبادۍ،سوکالۍ،یووالي اوسولې پروسې  ته دې رامات کړي .

ځوانانوته د ویلو ده، چې خپل هیواد پرېنږدي، له صبر او زغم څخه کارواخلي. همدغه ځوانان دي،چې دهېوادپه ودانولو او رغونه کې رغنده ګامونه اوچتولای شي. 

دهمدغو ځوانانو پرمټ دهېوادپرمختګ او جوړونه  ترسره کېږي، که چېرې  ځوانان بهرنیو هېوادونوته ځي، نو افغانستان  به چا  نه د جوړولو تمه ولري.  ځوانان دې خپلې مټې راونغاړي، دسولې لپاره  د دولت سره اوږه پر اوږه یو ځای کار وکړي، چې همدوی ته د کار کولو ښه زمینه برابره  او هم هیواد دپرمختللو او جوړولو لوري ته مخه وکړي.

یوه ټولنه هغه وخت د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسېدلای شي چې ځواکمن او با مسوولیته ځوانان ولري، ځکه چې ځوانان د ټولنې مهم عنصر شمېرل کېږي . ځوانان کولاي شي د اسلامي شریعت په رڼا کې د مثبت ذهنیت په درلودلو سره هېواد د شته ستونزو او کړاونو څخه د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوی، خو هغه وخت چې په ریښتیني توګه خپل مسوولیت ترسره کړي وي او دولت هم باید ځوانانو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي؛ تر څو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او سربیره پر دې ځوانان هم ژوند ته هېله مند شي او د ناهيلی ټغر د ځوانانو له منځ څخه راټول او کاري فرصت به ورته  برابر وي او همدارنګه ځوانان به هم له پامه نه وي غورځیدلي. ناراضه افغانان چې د دولت پروړاندې وسلې اخیستي  له دولت سره جنګیږي، هغوی دې  له دغه  کړونو پښیمانه اوسوله ئیز ژوند ته دې را وبولي، نوکله چې په هیوادکې ډاډمنه دسولې فضا رامنځته شي هرومرو به دغو ځوانانو ته چې دبېکارۍ څخه په تنګ شوي، افغان دولت په بېلابېلو برخوکې کاري پروژ ې پلې کړي. ان شاء الله دهغه وخت شاهدان به  واوسو، چې هغه ځوانان بهرنیوهېوادونو ته په غیرقانوني توګه تللي دي، بېرته دکارکولو له پاره راستانه اوپه افغانستان کې به  په آرامه اوهوسا ډول  خپل ژوند وکړي. خو چې دولت ځوان قشر له پامه وانه چوي او په هر ډګر کې ورته  آسانتیاوې برابرې کړي .

لیکنه: شیرمحمد امیني ستانکزی