Home خانه

د هوائي عملیاتو په ترڅ کې لس تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

د هوائي عملیاتو په ترڅ کې لس تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

نیټه ‍۱۳۹۷/۸/۸
Shapoor Ahmadzai 200تیره ورځ له غرمې مخکې د ۱۱ بجو په شاه او خوا کې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړونده د اب بازک په سیمه کې دوه کرولا ډوله موټر چې د وسله والو مخالفینو لخوا پکې انفجاریه مواد ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې د یادو موټرونو په استفادې د کابل او یا هم لوګر ولایت ته یې انتقال کړي او چاودنه ورکړي.چې خوشبختانه د هوائي ځواک لخوا پر نښه او وویشتل شول.
چې په نتیجه کې يې اته تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي همدا راز دوی چې کوم شوم پلان درلود هغه له خاورو سره خاورې شو او دواړه موټر له منځه ولاړل.

ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ