Home خانه

وسله والو په لوګر کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

وسله والو په لوګر کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

زمری 17 چهارشنبه

Shapoor Ahmadzai 200نن له غرمې وروسته د لوګر ملی پولیس د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د کندهاريو پله ته څېرمه د کابل لوګر پر لويه لار د ګزمې په حال کې وو چې د ناځوانه دوښمن لخوا پرې د راکېټ ګوزار شوی,چې پکې ملی پولیسو ته زيان ندی اوښتی خو ولې دغې ګولۍ د يوې کورنۍ درې تنه غړي شهيدان کړي او دوه تنه نور ټپيان دي.
چې ټپيان په بېړنۍ توګه د ملی پولیسو لخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې وسله والو همېش دداسې بريدونو په ترسره کولو سره د ګڼ شمېر بې ګناه ملګي وګړو ژوند اخيستی.

ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ