Home خانه

لوګر کې ګڼ شمېر طالب وسله وال وژل شوي او نیول شوي دي

لوګر کې ګڼ شمېر طالب وسله وال وژل شوي او نیول شوي دي

زمری – ۱۶- سه شنبه-

Shapoor Ahmadzai 2 200د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې تېره ورځ د محمد آغې ولسوالۍ په زرغونښار سیمه کې د عملیاتو په پایله کې لس تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور تنه د یو مشهور قوماندان خالد په ګډون ژوندي نیول شوي دي.
په دغو عملیاتو کې زیات ماینونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا شنډ شوي او له منځه وړل شوي دي.یاد عملیات تېره ورځ سهار پیل شوي او تر اوسه دوام لري.
د بل راپور له مخې د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په شیخانو کلي کې د صفر یو قطعې لخوا په ځمکني او هوايي عملیاتو کې د مخالفینو د شل کسیزې ډلې مهم قوماندان محب الله د عجب خان زوی له یو ساتونکي سره وژل شوی دی او اته تنه نور شکمن کسان نیول شوي دي.

په دغو عملیاتو کې یو فولډر ، اته عرادې موټرسایکل او یو شمېر سلاح او مهمات هم د صفر یو ډلې ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.

ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ