Home خانه

دهیواد پروړاندې ملي رسالت باید څنګه ترسره کړو؟

دهیواد پروړاندې ملي رسالت  باید څنګه ترسره کړو؟

Sher Mohammad Stanekzai 200په هیواد کې دولسي او ولسوالیو دشوراګانو ټاکنو لپاره دنوم لیکنې بهیر پیل شوي ؤ، چې پدې سره دهیواد هر وګړی مکلف  ؤ، چې نوم لیکنه وکړي او په راتلوونکي ټاکنو کې برخه واخلي، ځکه دابه دهرافغان ملي رسالت وي، څو دخپل هیوادنۍ مینې سره ټولو نړیوالو ته دا په اثبات ورسوي، چې ټول افغان ولس په خپلو کې سره یوالی او وحدت لري.
سمه ده، چې ډیري وګړي په دغه ملي پروسه چې نوم لیکنه ؤ، ګډون نه وي کړي، ځکه دادې لامل په اساس کیدای شي، چې  دوی وايي او دغه خبرې دټولو ولسونو په خولو کې تاواو راتاويږي، چې ډیري  وکیلان  په فساد، په بډو اخیستو، غلاو، په پروژو کې پر ونډو، دحکومت په څوکیو دګمارنو خپلوي پاللو او آن دولسمشر او نظام په ضد راپاڅیدل  دا هغه څه دي، چې د ولسونو زړونه ساړه کړيدي.

 دغو ټکو ته اوس ولس باید له پوره غور اودقت نه کار واخلي، هغه چاته رایه وکاروي، چې زړونه يې پر ولسونو وخوږیږي، نه داچې په ملي ګټو او دولسونو په رایه لوبې وکړي.

اوس وخت رارسیدلې ده، چې ولس په پوره ویښتوب اوهوښیارۍ سره   هغه چاته رایه وکاروي، چې  کاندید ورته  وړ شخص وي، ځکه دابه   د دوی ایماني او وجداني مسؤلیت هم وي، چې  دوکیلانو په ټاکنه کې  غور وکړي، څو په راتلونکي کې دوی دملامتیا او پښیمانۍ  افسوس ونکړي.

وکیلان  هم هغه برنامې او تګلارې ولس سره شریکې کړي، چې  د وکالت په دوران کې ولس ته سرټیټي  ونه اوسي او هغه څه  خدمتونه ولس ته ترسره کړي، چې  دکمپاینونو په لړ کې ولس سره خپل اهداف شریک کړي وي .

سمه ده، چې په تیرو دو دورو کې  ځيني وکیلان به  له خپلو وکالته ناوړه ګټه پورته کړي  وي، لکه چې یادونه يې پورته وشوه . ولې  دا دهر وګړې فردي غوښتنه ده، چې  خپله رایه څنګه او چاته وکاروي، خو یادونه يې اړینه ده، چې  د ولسوالیو شورا ګانو او  ولسي جرګې د وکیلانو په غوراوي کې هر افغان په  پوره ځیرکتیا له هغو لارو چارو ګټه پورته کړي، چې وکیل دولس اوښکي  وکولای شي پاکې کړي، نه داچې دولسونو په رایو ملنډې  او شخصي ګټه ترېنه  واخلي.

راځئ هیوادوالو دخپل ملي رسالت په اداینه کې  له پوهې اوفکره کار واخلو، ترڅو  زموږ دهیوادوالو په چوپړ کې هغه کسان وواسي، چې د هیواد ملي ګټو ته ژمن  او ولس ته پر وخت  خدمتونه وړاندې کړي.

لیکنه : شیرمحمد امیني ستانکزی