Home خانه

د هوایی او ځمکنی عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه وسلوال مخالفین ووژل شو

د هوایی او ځمکنی عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه وسلوال مخالفین ووژل شو

نیټه ۱۳۹۷/۵/۲

Logar Taleb 400نن ورځ بعد له غرمی د ۲:۰۰ بجو په شاوخوا کې د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ اړونده سلیمان خیل، دریاخان، او ګل محمد خیلو په سیمو کې وسلوالو مخالفینو تجمع کړی وه غوښتل یې چې د تل په څیر یې یو زل بیا خپلو شومو موخوته ادامه ورکړی چې په وخت او زمان سره پولیسو په یادو سیمو کې ځمکنی او هوایې ځانګړی عملیات پیل او ترسره کړل چې په نتیجه کې یې دښمن ته درنه مرګ ژوبله ور واړه وله ۱۵ تنه وسلوال مخالفین وژل شوې او کڼ شمیر نور یې ټپیان هم دی.

د دریو مخالفینو جسدونه عملآ په میدان پاتی ول همدا راز له دوی څخه یو میل تخریب شوې کلاشینکوف،یو میل تخریب شوې پیکاه، دوه عرادی موټرسایکلونه، یوه پایه مخابره د ایکم، یو سیټ مبایل، یو لاسی بم او دوه شاژورونه د پولیسو لاس ته راغلی.
د یادونی وړ ده چې د یادو مخالفینو جسدونه په ډیر درنښت سره د کلیو سپین ږیرو ته بیرته سپارل شو.

ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ