Home خانه

امين الله خان لوگري

ghazi aminullah khan logari 200 1غازي امين الله خان لوگری (۱۷۸۲ زېږديز ــ ۱۸۵۷ زېږديز) د افغانستان د خپلواکۍ يو ملي مبارز گڼل کېږي . د نوموړي د ښو اخلاقو او په ښه صادقه توگه د دندو ترسره کولو له کبله ورته د وخت د واکمنۍ لخوا د امين الدوله لقب ورکړ شوی . دی د افغان اگرېز په لومړۍ جگړه کې برخه درلوده .

ده ته د هغه د هېوادپالنې او اسلامي ولولو پر بنسټ چې ېې د پردو يرغلگرو په مقابل کې د پاڅون نخشه جوړه کړه او د هغې پر بنسټ ېې له افغانانو څخه په دفاع کې ودرېد د افغانستان خلک ېې د غازي په نوم يادوي. غازي امين الله خان لوگری په ۱۱۹۷ سپوږميز کال کې د لوگر ولايت په برکيراجان کې زېږېدلی . پلار ېې ميرزايي خان د تېمور شاه دراني د واکمنۍ پر وخت د کشمير حاکم و او مور ېې د کمال خان خرم خېلي لور وه.

مخينه
غازي امين الله خان لوگری د افغانستان د ملي اتلانو له کتاره شمېرل کېږي . دی يو زړه ور ، د لوړ عزم او همت خاوند و ، ځکه ېې انگرېزي تاريخ پوهانو خپلو ليکنو کې د انگرېزي ښکېلاک پر وړاندې نوموړی تر ټولو لوی خنډ گڼلای . د پلار له مړينې څخه وروسته د وخت د واکمن پاملرنه ورواوښته. دی د بُتخاک حاکم وټاکل شو د سيمې د خلکو د سوکالۍ او امن لپاره ېې ډېر د خير ښېگڼې کارونه وکړل ، چې له مخې ېې خلکو کې ډېر محبوبيت ترلاسه کړ. او د امانتدارۍ او ايماندارۍ له کبله ېې حکومت د امين الدوله لقب ورپه برخه کړی .د وخت د مروجه ديني علوم ېې لوستي و او د ښو لیک او لوست خاوند و . وروسته له هغه چې پلار ېې په کشمير کې ومړ نو د تېمورشاه ابدالي لخوا ېې د پلار د تقاعد تنخوا چې د کاله دوه سوه تبريزي تومانه کېدل او د څلورو زرو روپو معادل و په مستمرې توگه ېې ده ته وټاکل .
د انگرېزانو پر وړاندې پاڅون
کله چې انگرېزانو پر افغانستان يرغل وکړ او شاه شجاع ېې د کابل پر پلاز کېناوه نو پر وړاندې ېې د هېواد پر گوټ گوټ او په ځانگړې توگه په کابل کې ملي پاڅون پيل شو. دغه پاڅون په لومړي سر کې څو تنه مشران او لارښوونکي لرل چې يو له هغو څخه امين الله خان لوگری و . امين الله خان لوگري په خپله سيمه کې خلک د انگرېزانو پر وړاندې جهاد ته راپاڅول او بالاخره په هغه پاڅون کې ېې چې ۱۲۵۷ هـ ق کال په کابل کې عملآ پیل کړ ، ډېر ستر رول درلود . همدا زنگه ېې وروسته په هغو ټولو جگړو کې چې د کابل شاوخواسيمو کې د انگرېزانو پر خلاف وشوې او پايله کې ېې انگرېزان د افغانستان څخه تېښتې ته اړ شول ډېره مهمه ونډه لرله او په زړورتيا ېې د غازيانو مشري او لارښوونه کوله . دا پاڅون د انگرېزانو او د هغوی د لاسپوڅي شاه شجاع پر وړاندې پیل شوې وه .
د کابل بېړنۍ جرگه
د پاڅون مشرانو د غازي عبدالله خان اڅکزي په کور کې جرگه وکړه . د خپل ملي پاڅون او غورځنگ نخشه ېې جوړه او د هغې د عملي کولو لپاره ېې ټينگ عزم او هوډ وکړ . د ځينو پېښلیکونکو په حوالې داسې وېل کېږي چې په همدې جرگې کې د غازيانو لخوا نواب محمد زمان خان د پاڅون مشر اوامين الله خان لوگری د د هغه مرستيال يانې نايب وټاکل شو ، نو ځکه هم امين الله خان لوگری د نايب سالار په لقب مشهوره دی . د جرگې نور غړي په لاندې توگه يادېږي :
غازي سکندر خان
غازي عبدالسلام خان
د افغان انگرېز لومړۍ جگړه
د افغان ـ انگرېز لومړنۍ جگړه په کال ۱۸۴۲ زېږيز کې د برتانوي ـ هند لخوا په افغانستان باندې د يرغل په ترڅ کې پیل شوه او د پرنگيانو لښکر د صفرې پّ مياشت کې افغانستان ته ورننوتل . دا د نړۍ په تاریخونو کې د لويې لوبې په نوم ياده شوې او دا ځکه چې د ۱۹ مې پېړۍ د ځواک پر سر د ښکرورو دوو ځان منليو روسيې او امريکي ـ انگرېز لخوا په منځني اسيا باندې د خپل نفوض اچولو د سيالي په ترڅ کې توده شوه . او دا د ختيځې هندي کمپنۍ چې انگرېزانو ېې په پلمه هند او شاوخوا سیمې ونيولې اود خپل د لالچ له کبله د نفوض زياتولو پلانونه جوړول . دانگرېزانو په تاریخ کې د افغان ـ انگرېز جگړو ته د انگرېز راج يا انگرېز قوت لپاره د يو ډېر لوی گوزار په سترگه کتل شوی . وروسته له هغه چې کله انگرېزي ځواکونه د کابل له ښاره ووتل او شاه شجاع ووژل شو ، په دغه وخت کې امير دوست محمد خان په هند کې انگرېزانو سره بندي و ، نو د شاه شجاع زوی فتح جنگ د کابل په بالاحصار کې د پاچهۍ اعلان وکړ . دده او نواب محمد زمانخان تر منځ په واک باندې جگړې پیل شوې . دلته وزير محمد اکبر خان د جلال آباد ځخه کابل ته راستون شو او د فتح جنگ سره د مرنجان تپې ته ځېرمه خونړۍ جگړه پیل کړه . په همدغه مهال امين الله خان لوگری د انگرېزانو په مشمشو ډېر پوی و نو ېې د پښتنو تر منځ د يووالي د ساتلو ، او حکومتي انډول د ساتلو په موخه او دا چې د گډوډيو او وينې تويولو مخه ونيسي په پوره پوهې ېې د يوه ملي مصلحت له مخې غازي محمد اکبر خان د فتح جنگ وزير ونوماوه ، وروسته له هغه په خلکو کې د وزير محمد اکبر خان په نوم مشهوره شو. د انگرېز جنرال پالک په مشرۍ انگرېزي ځواکونه د فتح جنگ په ننگه او ملاتړ بيا کابل ته راغله . وزير محمد اکبر خان د باميان ولایت ته ولاړ . نواب محمدزمان خان ،چې انگرېزانوخپل دوست گاڼه ، له مقاومت څخه لاس واخيست او پخپل کور کښېناست . د ملي غازيانو ډېری مشران شهيدان شوي او غازيان تر ډېره خواره واره شوي و . په دغه وخت چې يواځينی کس د پاڅون او مقاومت په ډگر کې د غازيانو له کتاره پاتې و ، هغه غازي امين الله خان لوگری و . نوموړي د پروان ولايت د سيمې غازيان پر ځان راټول کړل د ستالف په غونډيو کې ېې د انگرېزي قواؤ شخته مقابله وکړه او تر پايه ېې له مقاومته څخه لاس وانه خيست. له همدې لامله ډېرو انگرېزي مورخينو په خپلو ليکنو کې دغه نوميالی افغان اتل خپل لومړی درجه ، نه پخلا کېدونکی دښمن بللی دی .
پاتې ژوند او مړينه
کله چې امير دوست محمد خان په دوهم ځل د پراخ افغانستان پاچا شو ، دغه نوميالی غازي ېې د حکومتدارۍ د لالچ له کبله او يا هم د ځينو کړيو په لمسون د خپلې واکمنۍ ته د خطر له لامله په بالاحصار کې بندي کړ او بيا هغه هماغه بند کې په کال ۱۲۷۴ هـ .ق . د ۸۷ کالونو په عمر کې وفات شو .
سرچينې
د آريانا داره المعارف ۶۲۹ مخ
افغانستان پېژندنه (ليکوال: اورنگزېب ارشاد)
رجال رويدادهای تاريخ (ليکوال:کهزاد ) ۱۱۰ مخ.
د افغانستان نوميالي (ليکوال: عبدالرووف بېنوا) ۵۰۹ ـ۵۱۳ مخونه