Home خانه

!رښتني خادمان مو وپېژنئ

رښتني خادمان مو وپېژنئ!

لیکوونکی: سیلاني

Amin 400 هوښيار او وياړلي ملتونه خپلو تېرو شويو تېروتنو ته د سمون او بيا نه تکرارېدو چمتو والی نيسي. دا چمتوالی د پوهې، مشورې او سم مديريت په ترسره کولو کېدونکی دی، نه په زورواکۍ، ما فياسالارۍ، ژبني او قومي تعصب! تېرو پارلماني ټاکنو ته په کتو د لوګر مجاهد او کړېدلي ولس خپله رايه د خپلو خوښو نوماندانوته ورکړه، مګر د لس کلونو په تېرېدو سره يې هېڅ داسې کومې کړنې نه دي تر سره کړي، چې ولس يې يادونه وکړي.... 
راتلونکي پارلماني ټاکنې ډېرې مهمې او سرنوشت سازې ځکه دي! که چېرې ولس بيا د تېر په شان د هر نوماند په کاذبه وعدو، مرستو، او ګمارنو وغوليږي! لوګر يوځل بيا د افغانستان د وروسته پاتو ولايتونو په رديف کې راځي .

 دا ځل ځينو تش په نوم نوماندانو خپل کاذبه محبوبيت دولس په منځ کې له لاسه ورکړی. دوی د لوګر ولس له فقر او بې وزلۍ څخه په ګټې اخيستو سره، ځوانان، سپين ږيري او مېرمنې د حرامو پيسواو مرستو په بدل کې غولي تر څو يو ځل بيا خپله پخوانۍ څوکۍ چې يوازې يې خپل جيب ته مقيدې دي ترلاسه کړي. د لوګر ولايت دردېدلی ولس دې دا ليکنه ښه په غور سره ولولي په ځانګړې توګه تعليمې ځوانان! که غواړئ يو نوماند راتلونکي ته خپل استازی کړئ! نو لاندې ځانګړنې ورته اړينې دي:

1. راتلونکی استازی مو بايدپه رسمي ډول د لوړو تحصيلاتو څخه خلاص شوی او د منطقي پوهې خاوند وي.
2. د کوم حزب نوماند دې نه وي. ځکه؛ راتلونکي کې هغه د خپل حزب په نغوتو او مشورو خپلې کړنې ترسره کوي نه ستاسې په غوښتنو او مشورو...
3. د ولس پوروړی دې نه وي. دا په دې معنا؛ټوپکسالار، مافيا او په دېرش کلنه بين الافغاني جګړو کې يې لاسونه ددې مظلوم ولس په وينو سره نه وي....
4. پردی لاس پوس دې نه وي....
5. په حقيقي معنا ولسي ملاتړ او محبوبيت ولري، نه چې محبوبيت او ملاتړېې د پيسو په بدل کې وي....
6. پخوانۍ کاري دندې يې په ښه توګه ترسره کړي وي....
7. کاري تجربه ولري...
8. د افغانستان اساسي قانوم ته ژمن او پوه کس وي. ځکه دوی د قانون جوړونکي دي...
9. د ازاد او ريالستيک فکر خاوند و اوسي...
10. په ولس کې پاتې شوی اود ولس لخوا نوماندۍ ته غوره شوی وي....
11. منشور يا کاري پلان ېې دفکر او مشورو څخه جوړ شوی وي، نه چې کاپی راوړل شوی منشور خلکورته تشريح کړي....
12. د فساد، غصب او نورو جرمي جنايتونو دوسيه ونه لري...
پورته ليکل شوې ځانګړنې تاسې په دې پوه لای شي چې غوره نوماند څوک دی.
يادونه : زما د خوښې نوماند چې پورته ځانګړنې يې په وجود کې تر سترګو کيږي! ښاغلی امين دی.