Home خانه

‎په څرخ ولسوالۍ کې د سولې پر ولسي حرکت ماين چاودنه نه ده شوې بلکې د دوو وسله والو ډلو تر مينځ نښته را مينځ ته شوې

‎په څرخ ولسوالۍ کې د سولې پر ولسي حرکت ماين چاودنه نه ده شوې بلکې د دوو وسله والو ډلو تر مينځ نښته را مينځ ته شوې

(چنګاښ 6 پنجشنبه)

Shapoor Ahmadzai 2 200نن ورځ څرخ ولسوالۍ ته اړوند د مير برکت په کلي کې د دوو وسله والو ډلو چې يوه يې د ملا نعيم او بل د ملا فريد ډله ده نښته را مينځ ته شوې. پېښه د دواړو ډلو تر مېنځ هغه وخت را مينځ کيږي,چې دوه هايلکس موټر کې يې قاچاق بار کړی وو او بل ځای ته يې لېږدول,چې د نه جوړ جاړي له امله د دوی تر مينځ جګړه را مينځ ته شوې.چې په پايله کې يې دولس د ملا نعيم د ډلې غړي وژل شوي او همدا رنګه څلور د ملا فريد د ډلې غړي ټپيان دي. د يادونې وړه چې نن ورځ ځينو رسنيو اوازه خپره کړې وه چې د څرخ ولسوالۍ په کج دره سيمه کې د سولې پر ولسي حرکت ماين چاودنه شوې.

د لوګر ولا رهبري دا ردوي چې په څرخ ولسوالۍ کې د سولې پر ولسي حرکت ماين چاودنه شوې او زياتوي چې په ياده ولسوالۍ کې د دوو ولسه والو ډلو تر مينځ د قاچاق د نه جوړښت پر سره جګړه رامينځ ته شوې.‎

ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ