Home خانه

په لوګر ولايت کې د وروستيو شهيدو پوليسو فاتحه واخيستل شوه

په لوګر ولايت کې د وروستيو شهيدو پوليسو فاتحه واخيستل شوه

نیټه ۱۳۹۷/۳/۱۶

Logar Fateha 400یاد مراسم چې د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ په مسجد کې نیول شوي وو, پکې د ولایت والي ښاغلي انورخان اسحاقزي، امنیه قوماندان الحاج سمونوال محمد ابدالي، د ملي امنيت رئيس، د څلورمې پلې لوا قومندان ، د ولایتی شورا رئيس حسیب الله ستانکزي او غړو، د امنیه قوماندانۍ منسوبینو، ګڼ شمیر دولتي چارواکو او د شهیدو شویو پوليسو کورنۍ غړو ګډون کړی وو.
لومړی د قران پاک ختم او بیا د شهیدانو فاتحه واخستل شوه او هم زخمیانو ته د عاجلې روغتیا دوعا وشو.

راغلو ټولو مسئولینو د تیرې اونۍ د پولیسو پر امنیتي حوزه د موټر بم چاودنې پیښه په کلکو ټکو وغندله او په دغه غم کې د قربانیانو له کورنۍ سره خپله غمشریکه وښودله.

ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ