Home خانه

اونيزه امنيتي غونډه د والي په مشرۍ ترسره شوه

اونيزه امنيتي غونډه د والي په مشرۍ ترسره شوه

(غبرګولی 14 سه شنبه )

Logar Wali 400دغه غونډه چې مشري يې د ولايت والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي کوله, پکې د ولايت شورا رئيس حسيب الله ستانکزي ,امنيه قومندان سمونوال محمد ابدالي ,ملي امنيت رئيس مير فيض الله سادات, د څلورمې پلې لوا قومندان بريد جنرال رازق ساپي او د ټولو امنيتي مسئولينو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې امنيتي مسئولينو د تېرې اونۍ امنيتي راپور او لاسته راوړنې د ولايت والي سره شريکې کې کړې.
والي په وروستيو اونيو کې د افغان امنيتي ځواکونو سرښندنې او لاسته راوړنې وستايلې او په راتلونکي کې يې ورته د لا برياليتوبونو هيله وکړه.

په ياده جوړه شوې امنيتي غونډه کې د لوګر ولايت پر لا ښه امنيتي وضعيت هم سلا مشورې شريکې شوې.

لوګر- ولایت- مطبوعاتي- دفتر