Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ له یوې کونډې سره مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ له یوې کونډې سره مرسته وکړه

کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، شنبه، غبرګولي ۱۲ مه

Kabul 8 400 د پیمان خیریه بنسټ له خوا د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه کمپ له یوې بېوزلې کونډې مور سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده میرمنه څلور ماشومان لري، خاوند یې شهید شوی، د ننګرهار د خوګیانیو اوسیدونکې ده، خو دلته د نا امنیو له کبله را ګډه شوې او اوس له خپلو ماشومانو سره د خټو په یوه کوټه کې اوسیږي. 
دغه میرمنه وایي، د دې لپاره چې ماشومان یې وږي، تږي پاتې نه شي، هره ورځ ښار ته ځي او هلته هکۍ او نور خوراکي مواد پلوري او له دې لارې د خپلو ماشومانو خوراک او څښاک برابروي. 
د پیمان خیریه بنسټ دغې بېوزلې او کونډې میرمنې ته په خپله مرسته کې یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لیټره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل. 
له دې مور سره یاده مرسته د ښاغلي میرویس له خوا، چې دا مهال په سویډن کې اوسیږي د خدای ج د رضا او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت وشوه.

 یادې میرمنې د پیمان خیریه بنسټ پر مرستې خوښې وښوده او د دغه خیریه بنسټ له مشر ښاغلي محمد شاه پیمان څخه یې د مرستو په برابرولو کې مننه او قدر داني وکړه. 
هغه هیوادوال، چې غواړي له دې کونډې او بېوزلې میرمنې سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 شمېرې تماس ونیسي. 
د دغې بېوزلې او کونډې مور د ژړونکي ژوند حال په خپاره شویو انځورونو او ویډیو کې وګورئ، تاسو به هم حیران شی ، چې دا مور څه ډول ژوند لري.