Home خانه

دلوګر دودیزه فرهنګي مشاعره

دلوګر دودیزه فرهنګي مشاعره

(سنځل ګل)

Senzel Gul 400لوګرولایت دافغانستان دپلازمینې کابل سویل ختیځ لورې ته په ۶۵ کیلومټرۍ کې پروت ولایت دی، چې د ستراتیژیکې نقطې له نظره ډیراهمیت لري.
لوګر دافغانستان دکانونو یوسترمرکز دی، چې دمسو کان د دې ولایت دمحمدآغې ولسوالۍ دعینکو په سیمه کې موقعیت لري .
پردې سربیره لوګر دجهاد پرمهال دباب الجهاد په نوم ویاړ هم ګټلی اوساتلی دی اوکه ددغې سیمې دادب تاریخ ته نظرواچوو، نو دادب په آسمان کې هم څو ځلانده څیرو لکه بهایي جان او مولانایعقوب څرخي څخه بې برخې نه دی او د دې ویاړونو درلودو ترڅنګ دهیواد دخپلواکۍ ګټوونکي؛ سپه سالار امین الله خان لوګری، سپه سالار غلام نبي خان څرخي، سپه سالارحفیظ الله خان ستانکزی او داسې نور په دې ولایت کې تیرشویدي.

 د دې ویاړونو ترڅنګ اوسمهال دادب اوفرهنګ لپاره ډیری ځوانان لاس په کار شوي، ادبي اوفرهنګي ناستې جوړوي، چې دا دفرهنګ په ډګرکې ستره لاسته راوړنه ده، چې بیلګه يې دسنځل ګل دودیزه مشاعره  ګڼو. یاده مشاعره د لوګردولسونو په تیره بیا دفرهنګیانو، ادیبانو او شاعرانوله لورې  هرکال دولایت مقام او  داطلاعاتواوفرهنګ ریاست  په ګډه همکارۍ  دسنځلو دګلانو له غوړیدو سره سم  جوړیږي. سنځل ګل دودیزه مشاعره له نن څخه (دولس) کاله مخکې دلومړي ځل لپاره دمحمدآغې ولسوالۍ  دلوګرولایت  دادیبانو، فرهنګیانو،  شاعرانو، لیکوالانو او ولسونو لخوا په ګډه  ترسره شوه،  چې بالاخره دغه دودیزه مشاعره دکلونوپه تیریدو، عامه شوه او دافغانستان په کچه  یې نوم خپل کړ. دسنځل ګل دودیزه مشاعره کې هر کال دهیواد دلرواونږدې  ولایتونواو دلوګرولایت شاعران، ادیبان، فرهنګیان اودقلم خاوندان په کې برخه اخلي، چې شاعران کولای شي، خپلې موخې او اهداف دشعر په ژبه له حکومت اویا ولس نه لاسته راوړي.  نو ددې دودیزې مشاعرې جوړیدو د ولسونو اوحکومت ترمنځ چې کوم واټن شتون ولري، کموي اوثبات ته لاره هواروي. شخړې او اختلافونه دشعر په نازکه اونرمه ژبه له منځه ځي اوهمداراز  دولسونو اوحکومت ترمنځ ټینګې اړیکې تامینیږي اوسیمه ییزه حکومتداري پیاوړې کوي. 

د داسې  پرتمینې مشاعرې لمانځنه په لوګرولایت کې اړین  بریښي، له یوې خوا فرهنګي ناستو ته وده ورپه برخه کوي اوله بلې خوا  دیوالي، امن او ورورګلوۍ پیغام لوګریانو اوهیوادوالوته په ډاګه کوي. نو راځئ  چې په ورته فرهنګي او ادبي  ناستوکې سره ګډون او دیوالې غږ پورته کړو.   

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی