Home خانه

!د پیمان خیریه بنسټ له یوې بېوزلې کونډې سره مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ له یوې بېوزلې کونډې سره مرسته وکړه!
 
لوګر، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، غبرګولي ۶ مه
Logar 3 400د پیمان خیریه بنسټ له خوا د لوګر په مرکز پورې اړوند د قزلباش په سیمه کې له یوې بېوزلې کونډې سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر محمد شاه پیمان زوی جاوید پیمان د لوی خدای (ج) د رضا او د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت وکړه.
په دې مرسته کې یادې کونډې ته د ۳ زره افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه،۲۴ کیلو ورېجې،پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
د یادې میرمنې خاوند شاوخوا شپږ کاله مخکې د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه میرمنه اوس مهال له خپلو درېیو ماشومانو سره په ډېر بد او ستونزمن حالت ژوند کوي.
یاده میرمنه په اصل کې د پروان ولایت اوسیدونکې ده، چې د بد اقتصادي وضعیت د خرابوالي امله په یوه کنډواله کور کې شپې ورځې سبا کوي.
هغه وایي، چې د خوراک لپاره هیڅ نه لرو، هر شي ته اړتیا لرو، روژه په وچه ډوډۍ او اوبو نیسو، ډوډۍ هم له خلکو راټولوه، هر چا چې موږ سره دا مرسته کړي وي الله دې خیر ورکړي، چې زما په څېر د بېوزلو کورنیو او یتیمانو په غم کې دي.
هغه زیاتوي،د کلي له یوه اوسیدونکي څخه مې د مرستې غوښتنه وکړه، دغه کس را ته وویل، چې ځم د پیمان خیریه بنسټ دفتر ته، ستا ستونزه ورسره شرېکومه، چې مرسته درسره وشي، بالاخره زما ستونزه د پیمان خیریه بنسټ له دفتر سره شریکه شوه، د دغه بنسټ یو شمېر کارکوونکي زما کور ته راغلل، زما د کور سروي یې وکړه او تر سروي وروسته یې دغه مرسته را سره وکړه.
هغه هیوادوال،چې غواړي له دې کونډې میرمنې سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 شمېرې اړېکه ونیسي.