Home خانه

!د کابل لوګر د لویې لارې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د ولایت رهبرۍ د محمداغې ولسوالۍ د دهنو سیمې څخه لیدنه اوارزیابي وکړه

د کابل لوګر د لویې لارې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د ولایت رهبرۍ د محمداغې ولسوالۍ د دهنو سیمې څخه لیدنه اوارزیابي وکړه!

نیټه ۱۳۹۷/۳/۶

Logar Wali 400نن ورځ د لوګر والی محمد انور خان اسحاقزي،امنیه قومندان سمونوال محمد ابدالي، برید جنرال رازق صافي، دملي امنیت رئیس مير فیض الله سادات د ولایتي شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي او سیمې ته د سفر هم یونو د محمداغې ولسوالۍ د دهنو سیمې ته د ورستیو نا امنیو په پار سفر وکړ.
د ټولې رهبرۍ د پریکړې پر اساس د یادې ولسوالۍ په ناظر کلا سیمه کې د ملي اردو یوه امنیتي پوسته ځای پر ځای شوه.

وروسته د ولایت والی او امنیه قوماندان د یادی سیمی اوسیدونکو ته په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه تل دا هڅه کوي چې ولس د امن په فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي د امنیت په برخه کې به تازه دمي سرتیري پر پوستو کې نور هم ځای پر ځای شي او یاده یې کړه چې د ولس همکاري هم ډیره اړینه ده ولس باید د امنیتي ځواکونو سره په وخت زمان د شکمنو کسانو په لیدو دوی ته راپور ورکړي، د یادو اوسیدونکو هم په خپلو خبرو کې د امنیتي ځواکونو څخه رضایت او ملاتړڅرګند کړ.