Home خانه

په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

پل علم، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتودفتر دوشنبه، غویي ۲۴ مه

Logar Afghanistan 2018 05 14 400د پیمان خیریه بنسټ په لوګر کې له ۳۷ کونډو، یتیمانو،معیوبینو،معلولینو او بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه. 
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه،چې ۱۱۸۶۷۵  افغانۍ ارزښت لري.
د خوراکي توکو په مرسته ۳۲ کورنیو ته، په هرې کورنۍ د ۳ زره افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه،۲۴ کیلو ورېجې،پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شول.
دغه راز په نغدي مرسته کې پنځو کورنیو ته ۲۲۶۷۵ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، چې په هرې کورنۍ ۷ زره، ۶ زره، ۴ زره، ۳۶۷۵  او  ۲ زره  افغانۍ ورکړل شول.

د نور انځور دلیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

 دوه ورځې مخکې هم  د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار له ۱۷ بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي موادو مرسته کړې ده.
په لوګر کې د پیمان خیریه بنسټ مرکزي سیمه ییز دفتر پنځه زره داسې کورنۍ ثبت کړې دي، چې ټول نغدي او د خوراکي موادو مرستو ته کلکه اړتیا لري.
هغه مرستندویه موسسې،د بهرنیو هیوادونو سفارتونه، په بهرنیو هیوادونو کې میشت افغانان، ملي سوداګر، هټیوال او شتمن، چې غواړي له اړمنو کورنیو سره د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ مرستې وکړي، د پیمان خیریه بنسټ چمتو دی، چې د دوی مرستې پر اړمنو کورنیو ته ورسوي.  
د روژې مبارکه میاشت د خیر، برکت، فضایلو، او عبادتونو میاشت ده، خیر رسول او له نورو سره مرسته په هر وخت کې یو نیک او اړین عمل دی، خو د روژې په مبارکه میاشت کې د اړتیا لرونکو خلکو لاسنیوی او له هغوی سره مرسته کول، له دیني ارشاداتو او انساني عواطفو څخه دی.