Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه

شنبه، غویي ۲۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر

Kabul Afghanistan 2018 05 12 400Aپه کابل ښار کې له ۱۷ کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو سره د پیمان خیریه بنسټ د خوراکي موادو او نغدو پیسو مرسته وکړه. 
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د لوی خدای (ج) د رضا، د ثواب لاسته راوړلو او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په ویاړ وکړه، چې ټول ټال ۱۰۴۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې ۱۵ کورنیو ته د ۴۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي او دغه راز له دوو نورو کورنیو سره ۵۹۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

 د خوراکي توکو په مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۳۰۰۰ افغانیو په ارزښت یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شول. 

دغه راز په نغدي مرسته کې یوې کورنۍ ته ۳۳۰۰۰ افغانۍ او یوې بلې کورنۍ ته ۲۶۰۰۰ افغانۍ ورکړل شول. 
د یادونې وړده، چې د پیمان خیریه بنسټ له دې مخکې هم له ورته کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې کړې دي.