Home خانه

۷ تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو او څلور کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل شو

۷ تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو او څلور کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل شو

د خپرولو نیټه ۱۳۹۷/۲/۲۱
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر

Shapoor Ahmadzai 2 200تیره ورځ د لوګر ولایت د پولیسو ځانکړۍ قطعې د مرکز اړونده متاڼې پله په سیمه کې د چاڼیزعملیاتو پر مهال د دښمن له کمین سره مخ شول چې د دښمن نیول شوی کمین د پولیسو لخوا په شاه وتمبول شو او دواړه خواو نښتي تقریبآ دری ساعته دوام وکړ چې خوشبختانه دښمن ته په کې درنه مرږ ژوبله واوښته.
د کشفي راپور په اساس په یاده نښته کې د دښمن ۷ تنه وژل شوي دی. او یادوني وړ ده چې امنیتي ځواکونو ته کوم تلفات ندی رسیدلی.
همدا شان د یو بل راپور له مخی څلور کړۍ ماینونه د لوګر ولایت په مرکز حصارک کلی، او برکې برک ولسوالۍ اړونده سیمو کې د پولیسو لخوا کشف او له منځه وړل شوې.