Home خانه

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

Asadullah Hanifi 2 200الحاج ملا اسدالله «حنیفی» د اما ن الله زوی دعبدالله لمسي د نور خان کړوسي په خټه ستا نيزي په ستا نیز یو کې دشېخېلوپه قبیله پورې تړلی دي چې په (کال ۱۳۳۶) هجری لمریزکې یی فاني دنیا ته ستر لوڅې کړيد ي . لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور او د کلي په جومات کې پیل کړې، او د (۱۳۵۰ هجری لمریز کال) په وروستیو کې د دیني علومو دزده کړې لپاره له خپل کور څخه د لوګر ولایت څرخ نومې سیمې ته بیستره یووړه او د طا لبۍ دوره يي پیل شوه. «حنیفی » صاحب له وړوکوالی څخه له پښتو شعر سره مينه لرله د شاعرانو دشعرونو او دیوانونو د مطالعې تلوسه یې په زړه کې په ترپکو وه،هماغه ؤ چې پر )۱۳۵۲ هجري لمريز(کال کې یې په شعر ليکلو پیل وکړ. «حنیفی» لا د دیني علومو له زده کړې نه ؤ فارغ شوي چې د مکلفیت دورې (عسکري) ته جلب شو، له کومه ځایه چې دوخت داساسی قانون د (۱۶) مې مادې له مخې د دیني علومو دعالمانو لپا ره یوې اسانتیا وجود لاره چې څوک په دیني علومو کې ازموينې ته چمتو وي او امتحان کې بریالي شي له عسکري خدمت څخه د معافۍ سند ترلاسه کولي شي.

«حنیفی» صاحب هم داساسي قانون د دې اسانتيا په رڼا کې د مدرسۍ امتحان ورکړ او د (۱۳۵۵ هجری لمريز کال) دلړم میاشتې په (۱۵) مه نېټه د لوګر ولایت د مرافعې ریاست په ميز له ازموینې څخه په لوړو نمبرو بریالي او د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د مکلفیت له لوی مدیریت څخه د بري لیک په اخستلو له عسکر خدمت څخه معاف شو.

«حنیفی» په خپلو زده کړ و بوخت ؤ چې د شوروي بړیڅو په ) کال ۱۳۵۷ هجري لمريز( کې د یوې خونړۍ کودتا له لارې په افغانستان قبضه ؤ کړه. «حنیفی» صاحب هم د نورو افغانانو په څیر په وسلوال جهاد لاس پورې او د ملي قیام لپاره یې په هلو ځلو کې نه ستړې کېدونکې هڅې پیل کړې. او د (۱۳۵۸) هجري لمريز کال دغوایی په (۱۹) مه نېټه د لوګر له په دين مینو او مجاهدو خلکو سره یی په وسلوال قیام کې ګډون درلود چېپه لوګر ولايت کې ګڼې دولتي ادارې یو پربل پسې د مجاهدو خلکو له خوا فتحه او د وسلوال جها د لپا ره شرا یط برابر شول.

«حنیفی» صاحب د لوګر ولایت دابجوش مرکز له مجاهدینو سره چې په حرکت انقلا ب اسلامي افغا نستان پورې تړلی مرکز ؤ د یؤ نه ستومانه کېدونکي مبارز په توګه جهاد ته ادامه ورکړه، «حنیفی» صاحب په ټولو دښمن ټکونکو بريدونو کې د يو تکړه غازي په صفت برخه لرله. دغه راز «حنیفی» صاحب ته ( ۱۳۶۰ هجري لمریز کال ) په پېښور کې دجمعيت طلبه حر کت انقلا ب اسلا مي افغا نستان د امنيت او نظارت د مرستیال دنده ورکړای شوه، لږه موده نه وه تېره چې ورته د جمعيت طلبه حرکت اانقلاب اسلامي افغانستان د امنيت او نظارت د ریس مسؤلیت ور ؤ سپارل شو، «حنیفی» صاحب د شوروي یرغلګرو او د هغوي د نوکرې ادارې له وحشت څخه هجرت ته مجبور او په (کال ۱۳۶۲هجري لمريز) کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته مهاجر شو چې تر اوسه د هجرت په دیار کې استوګن دي. دغه ډول «حنیفی» د کال (۱۳۶۴ هجري لمریز) په اږدو کې د جمعیت طلبه حرکت انقلاب اسلا می افغا نستان د فرهنګی او مطبوعاتی ریاست مشاور هم وټاکل شو او د جهاد په فرهنګی او نشراتي فعالیتونو کې یي نیغ په نیغه برخه واخیسته، «حنیفی» په کال ۱۳۶۷(هجري لمریز) کې د (المؤمنون) تر سرلیک لاندې خپلواکه اسلامي جريده تاسیس کړه مګر د جریدې سیاسی او انتقادي پالیسي د وخت له شرایطو سره موافقه ؤ نه درلوده هغه ؤ چې د جریدې لومړۍ ګڼه خپره او بیا بنده شوه.

کله چې په ( ۱۳۷۱ کال) کې افغانستان د مجاهد ینو په لاس ازاد او په کابل کې جهادي ګوندونو په فعالیت پیل ؤ که «حنیفی» صاحب د یوې ډلې طا لبانو په مشرۍ کابل ته لاړ او هلته یی د جمعیت طلبه حرکت انقلاب اسلا می افغانستان د فعالیتونو په لړ کې په کار پیل ؤ کړ. په کال (۱۳۷۲ هجری لمریز) د زمری میاشتې په لومړۍ نېټه د ښوونې او روزنې وزارت د نشراتو ریاست د مرستیال په توګه ؤ ټاکل شو، د دغې دندې ترڅنګ د (عرفان) مجلې د لیکنې پلاوی د غړیتوب ویاړ هم ور کړاي شو.

دغه شان په کال ( ۱۳۷۲) هجري لمریز کې د جمعیت طلبه حرکت انقلاب اسلامی افغانستان د صدر مولوی عمادالدین په وړاندیز او د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د دارالانشا په موافقه (خوښه) په کابل کې د جمعیت طلبه.ا.ا.ا د صدر د کفیل په توګه تعين شو او په همدې کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د چاپي اثارو په سیالۍ کې د ده کتاب « د ملا اسد الله حنيفي دېوان» دو یمه جاییزه ترلاسه کړه.

کله چې د کابل حکومت ورځ تر بلې کمزوري کېده او د قدرت جنګونو دومره زور واخیست چې د ارګ دروازو ته راورسېدل د حرکت .ا.ا.ا عمومي امير مرحوم « محمدي » صاحب له حکومت سره مقاطعه اعلان کړه « حنیفی » هم په خورا ورين تندي دولتي دنده پرېښوده او کور ته راستون شو.

کله چې په پېښورکې د طا لبانو د اسلامي تحریک مرکزي ارګان( شريعت ) ورځپاڼې د خپرېدو لپاره شرايط برابر شول «حنیفی» صاحب دشريعت اخبار د پیلېدونکې ډلې دغړیتوب ویاړ ترلاسه او په نشراتی هلو ځلو یی لاس پورې کړ. کوم وخت چې دافغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک مجاهدینو کابل فتحه او په کابل کې یی حکومت جوړ که د شریعت ورځپاڼه هم کابل ته انتقال شوه «حنیفی» صاحب له خپلو ملګرو سره یو ځای کابل ته لاړ او هلته یی خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړه، او په ( ۱۳۷۵) هجری لمریز کال کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو عمومي ریاست د ریس په توګه ؤ ټاکل شو. حنیفی صاحب سربیره پردې چې دولتي دنده ور ترغاړه وه د «شریعت» ورځپاڼې د مرسیال په توګه یی هم خپل هاند ته ادامه ورکړې وه.

د افغا نستان داسلا مي امارت دحکومت په دور کې «حنیفی» صاحب د «هېواد» ورځپاڼې د ریس او مسؤل مدیر په توګه هم پاته شوي او دغه رنګه دافغا نستا داسلامي امارت د مرکزي ارګان «شریعت» ورځپاڼې دریس او مسؤل مدير په حیث هم ؤ ویاړل شو، حنیفی صاحب د « شریعت » ورځپاڼې دریس او مسؤل مدير په تو ګه په خدمت بوخت وو چې په ( ۱۳۸۰) هجري لمریز کال کې د زمری میاشتې په (۱۰) مه نيټه د شریعت ورځپاڼې ( دادبي صفحې د یوه سلسله وارادبي مضمون ) چې رازقی نړیوال به لیکه په (۱۹) مه برخه کې تردې عنوان لاندې ( په پښتو شعر کې مذهبي څرکونه) د خوشال خان یوه څلوریزه خپره شوه چې د اسلا مي امارت د سترې محکمې د ریس او قا ضی القضات دوکتور قضاوت پو مولوي نورمحمد( ثاقب) مزاج پرې دروند شوي وو او حنیفی صاحب یی د زمري میاشتې په (۱۱) مه نېټه د یوه پارچه رسمي مکتوب په ذریعه خپل حضور ته احضار، بیا د کا بل امنیه قوماندان په لاس د کابل ول یت توقیف ته واستول شو چې له څلور ورځې بند تېرېدو وروسته د ( امیرالمؤ منین ) د ځانګړي حکم او اقدام له مخې ازاد او خپل کور ته را ستون شو.

د «حنیفی» صاحب چاپ او ناچاپ اثار:

 ا- (څړیکې) شعري ټولګه چاپ
۲- (پرهرونه) شعري ټولګه چاپ
۳- (وینې اوښکې) شعري ټولګه چاپ
۴- ( مړې ډېوې او اوبو وړې هیلې) شعري ټولګه چاپ
۵- (اسماني کیسه) مثنوي چاپ
۶- ( ملا اسد الله حنیفی دیوان) ۱۳۷۱هجری لمریز چاپ
۷- (شهیده شدوپۍ) غور چاڼ -۱۳۷۹هجری لمریز چاپ
۸- (د ګودر مازدیګرونه) شعری ټولګه ناچاپ
۹- (بړبوکۍ) د لنډو کیسو ټولګه ناچاپ