Home خانه

!پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې

پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې!

Tamhidullah Sailani 400 دلوګرولایت کړېدلی ولسه!!
د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو، دا به له وخته مخکې خبره وي که ووایو؛ چې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې په خپل وخت او ړنې ترسره کیږي. خو داساسي قوانینو په رڼا کې حکومت مکلف دی چې ولسمشرۍ، پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې پر خپل وخت تره سره او د شفافیت پروسه یې هم په جدي توګه تر څارنې لاند‌ې ونیسي.
د لوګر ولایت څخه ولایتي شورا او پارلمان ته تېر کال یو شمېر وکیلان د ولس لخوا غوره شول. نوموړو وکیلانو له خپلو قانوني حقونو زیاته موده خپلو دندو کې تېره کړه. تاسې د ټولو وکیلانو کړنې، خدمات، دقانون تخطيانې، شخصي ګمارنې، ځورواکي، د لوګر پر امنیتي وضعیت سترګې پټول، ولس دخپلو شخصي ګټو لپاره کارول، د والي او نورو دولتي چارواکو سره ګډې پروژې پر مخ بیول، د خلکو ناموس ته په بده سترګه کتل... او داسې نورې کړنې چې تاسې ترې خبر یاست، په خپلو سترګو ولیدې.

اوس یو ځل بیا هماغه غله، مافیایي، بېسواده او دلوګر تش په نامه وکیلان را پاسېدلي او غواړي یو ځل بیا ولس پر خپلو کاذبو ویناوو وغولوي.
د لوګر ولایت په ټولو ځوانانو، سپین ږیرو، میندو، خويندو او په ځانګړي توګه هغه پوړ چې د الله ج له ستر نعمت ( تعلیم) څخه برخمن یاست، غږ کوم! چې د تېروشویو او نویو هغو وکیلانو په کاذبو وعدو او ویناوو مه غولېږئ چې د سواد او پوهې کچه یې ټيټه او د ولس په درد، غم او خوښۍ څخه ناخبره دي او یوازې خپل مافیایي دوستان، شخصي ګټې او خپل ځان ورته مهم وي.
د ټاکنو د نوم لیکنې تر اعلانېدو وروسته يو شمېر باسواد ځوانان په لوی لاس خپل او ددې ولس له بر خلیک سره لوبې کوي. هغه داچې؛ داسې وکیلانو ته کمپاین کوي، چې نوموړی وکیل صاحب لوی مافیا او یوازې ځوانان د خپلو شخصي ګټو له پاره کاروي. دا به ناسمه خبره او له قضاوت څخه هم لرې وي، که ووایو چې ټول وکیلان ښه نه دي، شته د ګتو په شمار وکیلان چې د لوګر لپاره یې تر خپل توان هڅې کړي. مګر ډېری یې یوازې د خپلو شخصي ګټو وکیلان دي. په پای کې باید ووایم: رایه د هر وکړي حق دی. ټول باید د ټاکنو کارتونه واخلو او خپله رایه چې یو ستر امانت دی، په ځای وکاروو.
د ودان، پرمختللي،سوکاله او متفق لوګر په هیله!

درنښت!
تمهید الله سیلاني