Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ

د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ

دوشنبه، کب ۲۸ مه

Masjed Rang 400د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند د واغجان په کلي کې د امام کوفي (رح) جومات ته نوی رنګ ورکړل شو.

دغه جومات ته د پیمان خیریه بنسټ له خوا نوی رنګ ورکړل شوی، چې پر رنګولو یې ۱۲ زره افغانۍ لګیدلي دي.

د پیمان خیریه بنسټ یاد جومات د لوی خدای (ج) د رضا لپاره د واغجان د کلي د قومي مخورو په غوښتنه رنګ کړی دی.

د واغجان د کلي اوسیدونکي وایي،، چې دوی د جومات رنګولو ته ډېر خوښ دي او د پیمان خیریه بنسټ دا اسلامي خدمتونه ستایي.

 د پیمان خیریه بنسټ له دې مخکې د مغل خیلو په سیمه کې له ویس قرني جومات سره  د۳۶ متره موکټ مرسته هم کړې ده.