Home خانه

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دو تنو کارکوونکو کړني وستایل شوې

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دو تنو کارکوونکو کړني وستایل شوې

Shir M. Stanekzai 200 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت؛  دلوګر ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست دځوانانو دچارو لوی مدیر او دلوګردجریدي مسؤل مدیر هڅي او کړنې  وستایلي.
انجنیرمحمدکاظم ابراهیم زاده، دلوګر دځوانانوچارو مدیر دځوانانو په برخه کې؛  ځوانانو ته دښوونیزو زده کړو دزمینو برابرول، ځوانان ترمنځ دیوالي رامنځته کول او ځوانانو ته د ښوخدمتونه ترسرکول او همدارنګه شیرمحمدامیني ستانکزی دلوګر د جریدې مسؤل مدیر دخپلوښو کړنو، فعالیتونواو لاسته راوړنو، چې دقلم له لارې دهیواد دفرهنګي میراثونو دمادي اومعنوي ارزښتونو، دفرهنګ په بډاینه، دښوونیزو او معلوماتي مقالو په لیکلو کې چي نه یواځې دلوګر په جریده کې خپاره کړي، بلکې دهیواد ملي ورځپاڼې او همدارنګه په نورو معتبرو ویب سایټونو کې دخلکو د ذهنونو د روښانولو او  ولسونه  ته دملي روغې جوړې او سولې ته درابللوپه موخه هلي ځلي کړيدي، په ستاینلیکونو ونازول شول.

 دستاینلیکونو دورکړي په مهال چی داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنشراتو معین ښاغلي سیدآقا فاضل سانچارکي او دبشري سرچینو رییس احمدضیاانوري ‎ هم حاضر ؤ  نوموړو ته ستاینلیکونه ورکړل .

دلوګر دځوانانو دچارو مدیر او دجریدي مسؤل په خپلو خبرو کي دهیواد داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمشرتابه له دې لوریني څخه دمنني ترڅنګ وویل، چي دوي به خپلي هڅي لاپسي ګړندي کړي تر څو خپلو هیوادوالو ته دښو خدمتونو جوګه وګرځي.

محمدموسی (عدیل)