Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ له یوه جومات سره د موکټ مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ له یوه جومات سره د موکټ مرسته وکړه

چهارشنبه، کب ۲۳ مه

Moket masjed 400د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو په سیمه کې د ویس قرني له جومات سره د ۳۶ متره موکټ مرسته وشوه.

یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ، موسس او رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان د لوی خدای (ج) د رضا او ثواب لاسته راوړلو په موخه  وکړه، چې ۱۸ زره افغانۍ ارزښت لري.

دغه موکټ د پیمان خیریه بنسټ د مرستیال محمد شاپورعرب له خوا د یاد جومات ملا امام او ځایي مخورو ته وسپارل شو، چې تر سپارلو وروسته په یاد جومات کې د لمونځ کوونکو لپاره هوار شو.

د مغل خیلو د کلي قومي مخورو د پیمان خیریه بنسټ له دې مرستې مننه وکړه، او دا یې له سترو ثوابونو ډک کار وباله.

   د یو بل خبر له مخې د پیمان خیریه بنسټ د مغل خیلو د کلي له دوو  بیوزلو کورنیو سره د ۵ زره افغانیو نغدي مرسته هم وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۲۵۰۰ افغانۍ ورکړل شول.

د یادونې وړده، چې د پیمان خیریه بنسټ له دې مخکې هم له یو شمېر نورو جوماتونو سره په بیلا بیلو برخو کې مرستې کړې دي.