Home خانه

په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

جمعه، کب ۱۸ مه

Komak Mawad 400 د پیمان خیریه بنسټ له خوا په لوګر ولایت کې له ۳۶ کونډو، یتیمانو، معیوبینو او بېوزلو کورنیو سره د اوړو او غوړیو مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د ښځو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه د پیمان خیریه بنسټ مرستیال محمد شاپورعرب، د ښځو چارو رئیسه شیما زرګر او یو شمېر نورو محلي چارواکو ګډون کړی وو.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ موسس او رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان وکړه، چې ټول ټال ۵۴۳۶۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۱۵۱۰ افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه او پنځه لیتره غوړي ور کړل شول.

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر د ښځو چارو مشرې شیما زرګر له پیمان خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، چې له کونډو او بېوزولو میرمنو سره یې یاده مرسته وکړه.
د نبیلا په نوم یوې کونډې، چې یادې مرستې تر لاسه کړي، د ورسره شویو مرستو له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه، هر چا چې دا مرستې کړې دي، خدای دې خیر ور کړي، چې زما په څېر د بې وسو او نادارو کونډو په فکر کې دي.
هغې وویل، د پیمان خیریه بنسټ را سره د اوړو او غوړیو مرسته وکړه، ډېر ورته خوشاله یم، ځکه تر یو وخته به مې ګوزاره وشي، له هغه وروسته بیا نو لوی خدای (ج) مهربان دی.
دغه راز د دهنو سیمې اوسېدونکې څلوېښت کلنه کونډه فریبا هم د پیمان خیریه بنسټ له دې مرستې خوښه ده او وایي، چې نه یواځې د پیمان خیریه بنسټ، بلکې ټول چارواکي او موسسې دې زموږ په څېر بې وزلو ته توجه وکړي.
د لیدا په نوم یوې بلې کونډې میرمنې چې مرستې یې تر لاسه کړې وې وویل، کونډه یم، ماشومان مې واړه دي، له ډېرو ستونزو سره مخ یم، نن را سره کمک وشو ډېره خوشحاله یم.
په لوګر ولایت کې دې ته ورته سلګونه کورنۍ شته او د پیمان خیریه بنسټ هڅې کوي،چې د مرستندویه موسسو او سوداګرو مرستې تر لاسه او پر نورو اړمنو کورنیو او کونډو یې وویشي.
دغه خیریه بنسټ له اړمنو کورنیو، کونډو، یتیمانو، معلولینو او معیوبینو سره د مرستو تر څنګ د ځینو بېوزلو ناروغانو درملنه هم کړې ده.
همدا رنګه د یو شمېر جوماتونو د جوړېدو او بیا رغولو لپاره یې مرستې کړي او ځینو ښوونځیو او کلیو ته یې د اوبو څاه ګانې هم جوړې کړې دي.
د پیمان خیریه بنسټ په را روانه اوونۍ کې د کابل ښار له یو شمېر کونډو او بېوزلو کورنیو سره هم د ورته مرستو د وېشلو هوډ لري.