Home خانه

لوګر کې د نوي تعلیمي کال د پیلېدو لپاره د چمتوالي غونډه جوړه شوه

لوګر کې د نوي تعلیمي کال د پیلېدو لپاره د چمتوالي غونډه جوړه شوه

پل علم ، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، کب ۱۳ مه

Maref Logar 400د لوګر د پوهنې ریاست د راتلونکي ۱۳۹۷ ښوونیز کال د پیلېدو او د ښوونځي زنګ د کړنګولو لپاره د تیاري غونډه جوړه کړه.
دغه غونډه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر ستانکزي په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د پنځو برنامو مسوولینو،د انسجام او همغږۍ آمر مولوي سمیع الله راشد، د نظارت آمر فضل عمروزیري، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو پکې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د پوهنې رئیس د نوي تعلیمي کال د پیل مراسمو د تیاري نیولو په هکله خبرې وکړې او یوه نولس کسیزه کاري کمېټه یې وټاکله.
د پوهنې رئیس د یادې کمېټې ټولو غړو ته ځانګړې دندې وسپارلې او هم یې له ټاکلي کمېټې غوښتنه وکړه،چې د نوي تعلیمي کال د پیل مراسمو لپاره ټول اړین تدابیر مخکې له مخکې ونیسي.
په دې ولایت کې دا مهال ۳۰۸ بیلا بیل دولتي ښوونیز مرکزونه شته،چې د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره به ټول د زده کوونکو پر مخ خلاص وي.
ټاکل شوې، په لوګر کې راتلونکی نوی تعلیمي کال د حمل په درېیمه نېټه (۱۸ ورځې) وروسته په شاندارو مراسمو او د ښوونځي زنګ په کړنګولو سره رسمآ پیل شي.