Home خانه

لوګر ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه

لوګر ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه

(کب-۹ چهارشنبه)

Wali Logar 400نن ورځ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په نمانځغونډه کې د لوګر والي الحاج محمد انور اسحاقزي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو حاجي علي محمد شهیدي، حاجي صاحب خان، حاجي اکبر ستانکزي، ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي او دشورا مرستیال او منشي، امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال عبدالرازق صافي، ملي امنیت ریاست مرستیال او نورو امنیتي مسولینو او سربازانو ګډون کړی و.

 په غونډه کې د څلورمې پلې لوا قوماندان د ښه راغلاست تر څنګ په لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي وستایله او نوي والي ته یې ډاډ ورکړ چې ټول امنیتي ځواکونه به ستا ترشا ولاړ وي،صافي وړاندې وویل چې تیرکال کې وسله والو مخالفینو زیات کوښښ وکړ چې زمونږ ځینې پوستې ونیسي، خو د امنیتي ځواکونو په میړانې سره سره یې په ټول قوت زمونږ یوه پوسته هم سقوط نکړه.

د ولسې جرګې وکیل حاجی صاحب خان وویل چې ستاسو د سرښندنو په برکت سره دادی اوس کب نهمه ستاسو په نوم سره یاده شوه چې اوس ستاسو سرښندنې پکې بیانیږي،نوموړي زیاته کړه مونږ چې اوس ژوندي پاتې یو دا ستاسو د شهادت او قربانیو برکت دی، او له سربازانو یې غوښتنه وکړه چې هیڅکله غفلت ونکړئ ځکه ستاسو غفلت د تباهۍ سبب ګرځي، وکیل په وسله والو غږ وکړ چې سولې ته راشي او که جنګ کوي نو مونږ هم جنګ ته تیار یو.
ولایتي شورا رئیس په خپلو خبرو کې ددغې ورځې مبارکي ټولو سربازانو ته وویلې او زیاته یې کړه چې ستاسو دنده عبادت ده او له رسنیو څخه یې غوښتنه وکړه چې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنو ته باید مثبت انعکاس ورکړي.
لوګر والي په خپلو خبرو کې ددې ورځې مبارکي ټولو امنیتي ځواکونو ته وویلې او زیاته یې کړه تاسو هغه خلک یاست چې هیچا سره سیاسي تړاو نلرئ، والي وړاندې وویل تاسو د ملک اتلان یاستئ، راشئ په یو ملي روحیه او ملي مسائیلو فکر سره وکړو ، محمد انور اسحاقزي زیاته کړه زه به دلوګر د ولس او امنیتي ارګانونو خادم یم،ستاسود ټولو مشکلات به حلوم او له مرکز څخه به یې درته غواړم، والي له مخالفینو هیله وکړه چې خپل وطن د نورو په اشاره وران نکړي او دسولې دروازه ستاسو پرمخ خلاصه ده او ډاډ یې ورکړ چې زمونږ ټول کارونه به په شفافیت ولاړوي.
د لوګر امنیې قوماندان لومړی ټولو شهیدانو ته د مغفرت او ټپیانو ته یې عاجله روغتیا هیله وکړه او له ولسمشر څخه یې مننه وکړه چې د ملي امنیتي ځواکونو د نمانځلو ورځ یې په تاریخ کې ور اضافه کړله، علیزي د نړیوالو له کومکونو هم مننه وکړه خو یادونه یې وکړه چې دغه مرستې به تل نه وي خو په خپلو شتو امکاناتو باید بسنه وکړو، قوماندان زیاته کړه مونږ تعهد کوواو پیغام دادی چې مونږ به د خپلو وینو د وروستي قطرې پورې هم د وطن دفاع کوو،مونږ متجاوزین نه یو خو غاښ ماتوونکي ځواب به ورکوو.
همدارنګه د ولایتي شورا غړي ډاکټر وکیل په وروستۍ برخه کې وویل نن ستاسو ورځ ده او زمونږ ساه اخیستل ستاسو د وینو تویدو برکت دی، او مونږ ستاسو د ویني د نذرانې قرضداره یو، وکیل وویل د طالب څخه هغه امنیتي افسر ډير فاسد دی چې د یو عسکر اعاشه خوري او هغه په لوږه ګیډه دوطن دفاع کوي اوهغه ورځ دې خدای زر راولي چې طالبان ستاسو په لیکو کې ولاړ وي.
په پای کې د ولایت مقام، ولایتي شورا او امنیه قومندانۍ لخوا جوړې شوې تقدیرنامې او ستاینلیکونه په امنیتي مسؤلینو او سربازانو باندې وویشل شول.

لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر