Home خانه

!دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!

Ustad Abdullah Bakhtiani 400په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړل، چې دپښتو ادب ځلانده ستورى استاد عبدالله بختيانى د ورپيښې ناروغۍ له امله ددې نړۍ څخه وکوچيده او په ابدي خوب بيده شو.

انالله وانااليه راجعون

استادعبدالله بختيانى دپښتو ژبې دادب ځلوونکي ډيوه يادولى شو، ارواښاد په ليکوالي او شاعري کې برلاسى شخص او دادب بڼ مرغانو ته يې په ژبه او د ني له لارې خوښي ورپه برخه کړې وه.
استادبختياني لسګونه منثور او منظوم آثارليکلي دي؛
ارواښاد استادبختيانى د 92 کلونو په عمر ومړ.

مړينه يې دادب په ځولۍ کې يوه لويه تشه ګڼلى شو؛ جنت يې ځاى، کورنۍ او لارويانو ته يې د زړه صبر هيله او قبر يې ورته آرام لرې!

په درنښت
شيرمحمد اميني (ستانکزى)