Home خانه

که پر بدن مو فیبروم او زخې وي، په دې اسانه لار یې لرې کړئ

که پر بدن مو فیبروم او زخې وي، په دې اسانه لار یې لرې کړئ

لیکنه: احمد فرهاد توتاخیل

remo 400فیبروم په اصل کې هغه بې ضرره تومور (Benign Tumors) دانې دي، چې د انسان د بدن په بیلابیلو برخو کې راخیژي. د دغو بې ضرره دانو رنګ معمولاً د انسان د پوستکي په څیر وي او یا هم ځینې وخت د پوستکي له رنګ څخه څه ناڅه روښانه وي او غوټې ته ورته وي. د فیبروم اندازه له ۱ ملي متر څخه نیولې تر ۱ سانتي متره پورې وي، چې ډیری وخت د انسان په تخرګ، غاړه، د سترګو شاوخوا، خیټه او د سینو لاندې راڅرګندیږي. د دغو دانو اندازه غټیدلی هم شي، چې بیا ځینې وخت ترې وینې بهیږي او انسان ناراحته کوي.

 که څه هم دا بې ضرره دانې د انسان د پوستکي طبیعي موضوع ده، د راڅرګندیدلو اصلي لامل یې تر دې دمه په ګوته شوی هم نه دی او روغتیا ته کوم ضرر هم نه رسوي، خو بیا هم انسان پرې زړه راښکونکی او جذاب نه ښکاري. نو له همدې امله ډیری خلک هڅه کوي چې له بدن څخه یې لرې کړي.

د دغو دانو د لرې کولو تر ټولو ښه وخت د ژمي موسم دی، ځکه چې د ژمي په موسم کې د انسان وجود خوله نه کوي.

روغتیا پالان د دغو دانو د لرې کولو تر ټولو ساده لارې د لایزر جراحي، د الکتروکواګولاسیون چې د دیاترمي جراحي یوه نوعه ده او تشعشعي جراحي بولي.

وروسته له دغو جراحیو څخه بیا هماغه ټپ (اغیزمن ځای) د پنځو ورځو لپاره پانسمان کیږي، ترڅو په بشپړه توګه ښه شي. همداراز، ناروغ ته ویل کیږي چې د یو څو ورځو لپاره باید د فزیکي کارونو له ترسره کولو ډډه وکړي او ځان باید له زیاتو خولو کولو څخه وساتي، چې ټپ ته یې زیان ونه رسیږي.
خو د فیبروم د لرې کولو کورنۍ نسخه د مڼو د اوبو سرکه ده، چې تر ټولو ګټوره او طبیعي ده.

څنګه باید وکارول شي؟ طریقه یې:
 لومړی د هماغې زخې چار چاپیر ځای په اوبو او صابون ومینځئ
 بیا لږ پخته (پنبه) راواخلئ، په اوبو یې کړئ او بیا په هماغې زخې یې ورو ورو ومښئ
 وروسته له هغې هماغه پخته راواخلئ، د مڼو د اوبو په سرکه یې کړئ او بیا په هماغې دانې یې کیږدئ او پټۍ پرې وتړئ
 ترڅو چې اغیزه یې درته مالومه شوي نه وي، نو باید دا عملیه په تکراري ډول اجرا کړئ

د تأثیر نښې یې:
وروسته د مڼو د اوبو د سرکې له استعمال څخه، دغه زخې یا هم بې ضرره دانې په لومړي سر کې توربخونه کیږي او وچیږي او بیا پخپله لویږي، چې په لویدلو سره یې په یاد ځای کې هیڅ ډول داغ نه پاتې کیږي.
کله چې وچې شي، نو بیا د مڼو د اوبو د سرکې کارول ودروئ او پریږدئ چې پخپله ولویږي.
په یاد ولرئ، چې د مڼو د اوبو سرکه سترګو ته په نیږدې ساحه کې په زخو ونه وهئ، چې د سترګو د سوځیدو لامل ګرځي. که چیرې بیا هم دغه فیبروم (بې ضرره دانه) د سترګو په ساحه کې ستره واوسي، نو بیا د الو ویرا جیل (Aloe Vera Gel) چې انګلیسي نوم یې همیشه بهار یا هم مريګولډ کریم (Marigold Cream) دی، پرې ووهئ او لیرې یې کړئ.