Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د یتیمانو ، معلولینو او بې روزګاره ځوانانو لپاره حرفوی ښوونيز مرکز جوړوي

د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د یتیمانو ، معلولینو او بې روزګاره ځوانانو لپاره حرفوی ښوونيز مرکز جوړوي

Paiman Foundation S 380د پیمان خیریه بنسټ د لوګر ولایت د یتیمانو ، معلولینو او بې روزګاره ځوانانو لپاره د حرفوی ښوونيز مرکز د جوړولو هوډ کړی دی، چې په نږدې راتلونکي کې به جوړ شي.

د نوموړي حرفوی ښوونيز مرکز د جوړېدو پر سر له والي صاحب ښاغلي محمد حلیم فدایي او د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو د چارو ریاست له چارواکو سره هم خبرې شوي دي.

په دې خبرو کې له یادو چارواکو غوښتل شوي دي، چې د ولایت مقام په ( ۱-۵-۱۳۹۶) اداري غونډه کي د پریکړي پر بنسټ د یاد حرفوی ښوونيز مرکز د جوړېدو لپاره درې جریبه دولتي ځمکه د پیمان خیریه بنسټ په واک کې ورکړي، تر څو د ودانۍ د جوړېدو د پروژې عملي چارې پیل شي.

د لوګر والي ښاغلي محمد حلیم فدایي د پیمان خیریه بنسټ له مسؤلینو سره په لیدنه کې د یاد حرفوی ښوونيز مرکز پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د پیمان د خیریه بنسټ دا کار یې ستایلی دی.

 دغه راز والي صاحب ژمنه کړې ده، چې د یاد حرفوی ښوونيز مرکز د جوړېدو لپاره به درې جریبه دولتي ځمکه د پیمان خیریه بنسټ په واک کې ورکوي.

همدا رنګه د لوګر د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو د ریاست مرستیال محمد طاهر د پیمان خیریه بنسټ له مرستیال محمد شاپور عرب سره په لیدنه کې ویلي دي، چې دوی یاده موضوع له خپل وزارت سره شریکه کړې او د دوی وزارت په لوګر کې د یتیمانو ، معلولینو او بیروزګار ځوانانو لپاره د حرفوی ښوونيز مرکز د جوړېدو هر کلی کړی دی. 

نوموړي ویلي دي، چې د ولایت مقام په اداري غونډې کي د یادې موضوع په اړه دوی ته یو پرېکړلیک هم لېږلی دی او دوی ته پکې دنده سپارل شوې ده، چې د یاد حرفوی ښوونيز مرکز د جوړېدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.  

د لوګر ولایت د یتیمانو، معلولینو او بیروزګارو ځوانانو لپاره د حرفوی ښوونيز مرکز د جوړېدو د پروژی عملي چارې به د ځمکې له تر لاسه کولو وروسته پیل شي، چې په پاخه او اساسي ډول به جوړ شي.  

یاد حرفوی ښوونيز مرکز به د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت په چوکاټ کې فعالیت وکړي او د لوګر ټولو یتیمانو نجونو، هلکانو، معلولینو او بیروزګارو ځوانانو ته به د حرفوی زده کړو زمینه پکې برابره شي.

د پیمان خیریه بنسټ، چې یو خیریه بنسټ دی، په (۱۳۹۳ هـ ش ) کال کي یې خپل فعالیت پیل کړی دی.

دغه خیریه بنسټ د خپل فعالیت له پیل راهیسې تر اوسه د خدای (ج) د رضا او ثواب د حاصلولو لپاره یو شمېر جوماتونو، مدرسې، ښوونځیي او کلیو ته د څښاک اوبو څاه ګانې کیندلي دي.

همدا رنګه دغه بنسټ له بېوزلو ناروغانو سره د دوی په درمنله او له مسکینو کورنیو سره یې د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرستې هم کړي دي.

د پیمان خیریه بنسټ پر ټولو شتمنو افغانانو غږ کوي، چې د دغه خیریه بنسټ له لارې له خپلو غریبو او بېوزلو هیوادوالو سره مرستې ترسره کړي.

د پیمان خیریه بنسټ ټولو شتمنو افغانانو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی مرستې به غریبو، بېچاره او مسکینو هیوادوالو ته رسوي.

001 400002 400DSC06427 400DSC06428 400