Home خانه

په ختيځ زون کي د مولوي محمد نبي محمدي لسم تلين ولمانځل شو

mohammad nabi mo د مولوي محمد نبي محمدي د لسم تلین په مناسبت غونډه د جلال اباد په ښار کي جوړه شوي وه چي په کي ګڼو خلکو ګډون کړي وو.

غونډې ته په ختځ زون کې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مسؤل حاجي سلطان محمد د نوموړي په ژوند او مبارزه رڼا وچوله. د مولوي محمد نبي د تلین په مراسمو کې د نورو ويناوالو تر څنګ د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتو رئيس اورنګ صميم او د قومونو او قبايلو رئيس بريالي ګرديوال هم د جهادي مشر ارواښاد محمدي په ژوند او کارنامو خبرې وکړې او د مرحوم د مبارزې د جاري ساتلو هوډ یې څرګند کړ.

 غونډې ته شيخ القران اميرالرحمن نعماني، مولوي محمد اسماعيل هميم اومولوي عبدالحليم هم وينا وکړه او نوموړي يې د حق دلارې سرښندونکی، مبارز او عالم شخصيت وګاڼه چي د سرو لښکرو پروړاندي یې د جهاد سنګر تود ساتلی وه.

منبع ویب سایت تاند