Home خانه

په لوګر کې د عينکو د کان اوسيدونکو ته ښارګوټی جوړيږي

logar governer د کانونو وزارت وايي چې د لوګرد عينکو د کان د بيځايه شويو لپاره يې د ښارګوټي په جوړيدو پيل کړی دی. د دې وزارت چارواکي وايي چې دا پروژه د ۱۲۱ ميلياردو  افغانيو په ارزښت طرحخ شوې چې د دې وزارت له پراختيايي بودجې څخه به تمويل شي. د کانونو وزارت وايي چې د دې ښارګوټي تړون يې له سيمه ايزو قرارداديانو سره لاسليک کړی دی.

د لوګر په ولايت کې د عينکو د مسو کان د بيځايه شويو کورنيو لپاره د ۵۱۲ استوګنې د کورنو، يو جومات، دوو ښونځيو چارې د شنبې په ورځ د کانونو د وزير وحيدالله شهراني او لوګر  د والي اقبال عزيزي له لوري پيل شو او تر يو کال پورې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 

د لوګر د ولايتي شورا مشر عبدالرحمن احمدزي د کانونو د وزير د هڅو د ستاينې په ترڅ کې وايي چې د دې ښارګوټي د کار له پيل سره سم به په سلګونو تنو ته د کار موکه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو وزارت تل ژمنې کوي چې د کان کيندنې په ترڅ کې به د سيمې اوسيدونکو ته ټولې آسانتياوې برابرې کړي.

منبع : ویب سایت افغان ځواک