Home خانه

د لوګر ولایت د نوی والی محمد حليم فدايي ژوند لیک

mohammad halim fedai 200محمد حليم فدايي (۱۳۴۹ ل. - ) (په انگرېزي: Mohammad Halim Fidai) د لوګر ولایت نوی والی او د وردگ ولايت پخوانی والي وو. فدايي له ۱۹۸۹ څخه چې لا زده کوونکی وو له سیاسي، ټولنیزو، تعلیمي، مدني او فرهنگي فعالیتونو سره مینه درلوده. نوموړی له نړیوالو مشهورو غیر دولتي موسسو او لوړو پوستونو کار کړی دی.

مخينه:
محمد حليم فدايي په ۱۳۴۹ هجري لمریز کال کې د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالۍ په سلطاني کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې:
په اسلامي علومو کې د لیسانس تر کچې او همدارنگه په اداره، رهبریت، ښې حکومتولۍ، انگلیسي او کمپیوټر کې تر ۲۵ زیات علمي او مسلکي لنډمهاله سندونه د هېواد له داخلي او بهرنیو موسسو څخه هم لري. فدايي له Capital Finance International څخه په ښې اداره او حکومتولۍ کې د ۲۰۱۴ کال نړیواله جایزه هم گتلې ده. دفدايي مورنۍ ژبه پښتو او په انگلیسي، عربي، دري او اردو په رواني سره خبري او لیکني کولای شي. اوس مهال د مختگ د مشورتي خدمتونو موسس او مشر دی چې د ښې حکومتولۍ، رهبریت او مدیریت، سولې، ولسي دیپلوماسۍ کې فعالیتونه لري.فدايي دوه ماسټري یوه په بازارموندنه او تجارت کې او همدارنه بله ماسټري رهبریت او د بحران په مدیریت کې د هندوستان له آی، ایس، بي ایم پوهنتون څخه لاسته راوړې ده.


دندې:
له ۲۰۱۲ څخه تر اوسه -- د مختگ مشورتي موسسې (Makhtag Consultancy Services)موسس او مشر. مختگ د ښې حکومتولۍ، رسنیو، ولسي اړیکو، دودیزو ارتباطاتو، سولې، اداره، رهبریت او مدیریت برخو کې خدمتونه وړاندې کوي. مختگ موسسې په ۲۰۱۴ میلادې کال کې د کپیټل فایننس انټرنیشنل (Capital Finance International) انگلسټان څخه د بنسټونو او موسساتو د ښې ادارې په څانگه کې نړیواله جایزه تر لاسه کړه. مختگ له آیسا او د اقتصاد وزارت سره ثبت دی.
له ۲۰۰۸ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۲ میلادي پوري د وردگو والي
له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۸ پوري د جنوبي آسیا د اتو هیوادونو د ازادو ژورنالستانو د ټولني (South Asian Free Media Association) لومړنی انتخابي رییس. له همدې لارې د سارک په غونډو کې د افغانستان استازیتوب او د افغانستان تقریبا ټولو ژورنالستانو سره اړیکې ساتل، دهغوی د حقونو دفاع او هغوی ته د روزنې موکې برابرول.
له ۲۰۰۵ کال د اپریل نه تر ۲۰۰۸ پوري د کونټرپارټ انټرنیشنل موسسي (Counterpart International) د مدنې ټولنې د پیاوړتیا نوښت پروگرام (Initiative to Promote Afghan Civil Society) چې د امریکا د متحده ایالتونو د پرمختیایی اداری (USAID) لخوا تمویل کېده، د رسنیو او مدني ټولنو سره دارتباطاتو د پروگرام او ډیپارټمنټ کوارډیناټور (انسجام کوونکي). ۵۰٪ سلنه تمرکز په ښځینه موسساتو او یا هغو موسساتو وو چې د ښځو له خوا رهبرې کېدلې. مستقیما مو د ۵۰۰ مدني ټولنې موسسو سره د ظرفیتونو په لوړولو، موسساتي وړتیا او ښه مدیریت کې مرسته کوله.
د سپټامبر ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۰۵ اپریل ۲۴ پوری د افغانستان د لومړنیو زده کړو د پروگرام (Afghanistan Primary Education Program) چې د (USAID) لخوا تمویل کېده او (Creative Associates International, Inc.) له خوا پلې کېده د عامه اړېکو او ارتباطاتو د ډیپارټمنټ عمومی رییس چې د پوهني وزارت او گڼو غیر دولتي موسسو سره مو د چټکو زده کړو پروگرام په ۱۷ ولایتونو کې بشپړ کړ.
د ۱۹۹۵ کال د جون نه د ۲۰۰۳ د سپټامبر پوری له پاملرنې نړیوالی موسسې (CARE International) سره د عامه اړېکو او رسنیو د دیپارټمنټ د مشر (رییس).
پس له رسمې دندو څخه، د ۱۹۸۹ نه تر ۲۰۰۲ پورې د انگلیسي او کمپیوټر د زده کړو لپاره د امریکن سنټر(American English Language & Computer Centre) عمومی رییس. د سرښونکو او ښوونکو د روزنې تر څنگ د څه باندې ۲۰۰۰ زده کوونکو اداره او مشرتوب.
د افغانستان د ازادو ژورنالسټانو د اتحادیی (Afghanistan Independent Journalists Association) د اجراییه شورا انتخابی غړی هم پاته شوی یم.

مطبوعاتي او کلتوري دندې:
د پکتیکا اوونېزی (پشتو) لومړنی موسس او مسوول مدیر
علم اخبار(انگلیس، پښتو او دري، د مارکیټینگ او پوهاوي خپرونه) موسس او مسوول مدیر
پاملرنې مجلې (پشتو او دری، تولنیزه او انکشافي خپرونه) لومړنی مسوول مدیر
پاملرنه په یوه نظر کې (پشتو، دری او انگلیسی، انکشافي او ټولنیزه خپرونه)، مسوول مدیر
د منبع (Source) مجلې (انگلیسی) او قوت (Force) (انگلیسی) خپرونو موسس چې د زده کوونکو لپاره چاپېدلې.
د کونټرپارټ خبرپانې (انگلیسی، پشتو، دری) موسس
پکتیکا غږ راډیو د موسس او مسول مدیر.

ليکلي آثار:
محمد حليم فدايي په ټولنیزو رسنیو او ورځپانو کې د لیکنو ترڅنگ لاندې کتابونه هم لیکلي او خپاره کړي دي.
1.د خلیج پېښه او پایلې يي (عربي)
2.لغاتونه د ټولو لپاره (انگلیسي)
3.د غیر دولتي موسسو د کارکوونکو لپاره د لیکني دودو (انگلیسي)
4.د مدني ټولنې په اړه د افغانانو انگېرني (انگلیسي، پښتو، دري)
5.د مدني ټولنې په اړه د علماوو انگېرني (انگلیسي، پښتو، دري)
6.مفاهمه، ارتباطات او د رسنیو سره اړیکې (انگلیسي، پښتو، دري)
7.روژه، احکام او فضایل یې (پښتو)
8.حج، فلسفه او حکمت یې (پښتو)
9.د اسلام له نظره ټولنیز خوځښت (پښتو)
10.د سولې قلم (پښتو، دري)
11.د سولې ټیکري ( پښتو، دري)
12.د سولې نیالگی (پښتو، دري)
13.فکر او عمل (پښتو)
14.په افغاني کلتور کې د مشرتوب او ولسواکۍ ريښې (انگلیسي)

ناچاپه آثار:
1.د سولې منبر (ناچاپ، پښتو او دري)
2.د سولې پټکی (ناچاپ، پښتو او دري)
3.د سولې سندره (ناچاپ، پښتو او دری)
4.د الله یاد (ناچاپ، پښتو او دری)

مدني او ټولنیز فعالیتونه:
1.د فکر او عمل جرگې غړی
2.د افغانستان د والیانو د انجمن موسس غړی
3.د پکتیکا د مدني او پراختیايي ټولنې مرستیال
4.د منځنې اسیا لپاره د رهبرانو د اکادمې (Central Eurasia Leadership Academy) لومړنی غړی.
5.د افغانستان او پاکستان د امن گډې جرگې غړی
6.د سولې د عنعنوي جرگې غړی
7.د سولې مشورتې جرگې غړی
8.د ٢٠١٤ كال په تاكنو كي د تحول او تداوم د تيم د كابل زون عمومى مسوول

اړیکي:
د فېسبوک له لارې اړيکه
د ټوېټر له لارې اړيکه: Halim Fidai@GovFidai