Home خانه

محمد ابراهیم کمیدان

شیرمحمد ((ستانکزی))

m. ebrahim 200محمدابراهیم چې کمیدان باندې مشهور، دخپلواکۍ په لاسته راوړلوکې یې ډیرې مبارزې اومجاهدې کړې دي. میرغلام محمدغبارپه خپل تاریخ «افغانستان درمسیرتاریخ» کې لیکلي چې دی په یوه بزګره کورنۍ کې زیږیدلی دی، پلاریې بازمیرنومیده. محمدابراهیم د لوګر ولایت په بورګ کې زیږیدلی، نیکه یې میرګل له پکتیاولایت څخه دغې سیمې ته راکوچیدلې اومیشت شوی دی.

محمدابراهیم لومړنۍ زده کړې په خپل کور او کلې کې وکړي، چې د دوی دځمکې پر حاصلاتو ګوزاره نه کیده، نولومړۍ یې مشر ورورعبدالصمدخان کابل ته لاړاوهلته په پوځ کې شامل شو.محمدابراهیم دخپلواکۍ په لاسته راوړلوکې دپکتیا په جبهې کې قوماندان ووچې خوراپه میړانه یې مبارزه وکړه، دخپلواکۍ ترلاسته راوړلووروسته یې دټولنیزوچاروکې زیاته برخه واخیسته چې دوخت حکومت هم  وخت پروخت نازولی اوله همدې امله دکنډک مشرۍ ته ورسید.ښاغلې محمدولي زلمی«زموږغازیان» کې دمحمدابراهیم په اړه لیکلي: محمدابراهیم یووطن دوست اوپرملي نوامیسومین شخصیت وواوداعلیحضرت غازی امان الله خان داصلاحی پروګرامونوسره یې ترحده زیاته علاقمندي اووفاښکاره کوله اودوطن دروشنفکرانواواصلاح طلبانوسره یې دنږدې علایق اومناسبات ساتل اودافغان ځوانانوغړیتوب یې حاصل کړی وو.
  محمدابراهیم احمدزی دګوډ ملایاملاعبدالله داغتیشاش داورپه وژلوکې فعاله ونډه اخیستې اودغه خدمت په مکافات کې دغونډمشرۍ رتبې ته ورسید.محمدابراهیم بیلابیل پوځي خدمتونه ترسره کړي همدی اونورهیوادپال ووچې په پکتیاکې یې دګوډملااړودوړله منځه یوړاو هیوادته یې بشپړسوله اوآرامي راوسته.محمدابراهیم دپوځي کارخانې قومندان په توګه هم دنده ترسره کړې، دسقاوي اړدوړپه غلي کولواوله منځه وړلوکې ېې هم فعاله برخه واخیسته اوپه دغه لړکې یې په جنوبي جبهه کې له غازي محمدنادرخان سره اوږپه اوږه مبارزه وکړه. دملي مبارزینودهلوځلواومنډوترړوبرکت وو چې هیوادنجات ومونداودپرمختګ پرواټ یې ورووروبیاخپل ګامونه واخیستل، پل یې ځکه ورو وروپورته کاوه چې هسې نه حسودان اوکینه ګربیاورسره رخه ونه کړي اوپه دپرمختګ په لاردمبارزینوڅخه یوهم همدامحمدابراهیم کمیدان وو چې دخپلوښوخدمتونوله برکته دتورنجنرالۍ رتبې ته ورسیداولومړی یې دحربي ښوونځي دقومندانۍ دمرستیالۍ دنده اووروسته دقومندانۍ دنده پرمخ بیوله. دغه ملي مبارزد۱۳۱۶ ل کال دلیندۍ په میاشت کې له دې نړۍ سترګې په کابل کې پټې کړې، جنازه یې لوګرته یوړل شوه اوهلته په خپله پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شو. 

شیرمحمد((ستانکزی))

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

آخرین اخبار