Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست خبرتیا

د لوګر د پوهنې ریاست:

maaref logar 200aد لوګر د مرکز او ولسوالیو د ټولو ښوونځیو منسوبینو او زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي ، چې د پوهنې وزارت د دویمې پریکړې له مخې له لومړې ترشپږم ټولګیو پورې د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیر د عقرب د میاشتې په ۲۰ مه نیټه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰ مې نیټې پورې دوام ومومي.

همدا رنګه له اووم تر دولسم ټولګیو پورې د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیر د قوس د میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې دوام وکړي. 
د اړتیا په صورت کې کولای شی ، چې د لوګر د پوهنې ریاست له ویاند سره په لاندې شمیرې اړیکه ونیسی. 

۰۷۰۰۹۲۹۷۳۴

 په درنښت 
 د لوګرد پوهنې ریاست له خوا