Home خانه

له لوګر څخه محمد آصف صدیقی د مشرانو جرګی غړیتوب ترلاسه کړل

لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۹

m. asef sediqi 200محمد آصف صدیقی د لوګر ولایتی شورا غړو لخوا د رایی په اکثریت سره د مشرانو جرګی غړی توب ترلاسه کړل. د مشرانو جرګې د درېيمه برخه غړو ٣٤ انتخابي سناتورانو د ټاکلو لپاره نن په ټولو ولايتي شوراګانو کې ټاکنې شوی. د مشرانو جرګی د غړی توب لپاره د لوګر ولایتی شورا څخه محمد آصف صدیقی او ډاکټر عبدالولی وکیل نوماندان وو.

د لوګر ولایتی شورا غړو د رایو په اکثریت سره محمد آصف صدیقی د مشرانو جرګی د غړی په توګه وټاکل .
مشرانو جرګه ١٠٢ غړي لري، چې درېيمه برخه يې د ولايتي شورا له غړو د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د مشرانو جرګې له درېيو يوه برخه انتصابي وي چې ولسمشر يې معرفي کوي او ددوى کاري موده پنځه کلونه وي. بله برخه يې د ولسوالۍ شوراګانو له غړو د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
دا چې په تېرو اتو کلونو کې د ولسوالۍ شوراګانو ټاکنې نه دي شوي، نو پر ځاى يې د هر ولايت له ولايتي شورا څخه يو غړى سنا مجلس ته تللى دى.
حکومت ژمنه کړې چې دا ځل به د ولسوالۍ شوراګانو ټاکنې هم کوي. ښايي دغه ټاکنې راتلونکى کال د ولسي جرګې له ټاکنو سره يوځاى وشي.