Home خانه

د لوګر امنيه قوماندانۍ کې شوى ځانمرګى بريد سيمه ييز پوليس کړى“

sabz ali 2 200د لوګر ولايت په امنيه قوماندانۍ کې دننه د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان شوى ځانمرګى بريد د يوه نفوذي سيمه ييز پوليس له لوري ترسره شوى دى. په دې ځانمرګي بريد کې د دې ولايت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان سبزعلي په ګډون اوه پوليس او درې ملکي وګړي وژل شول او پنځه سيمه ييز پوليس ټپيان دي. د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي ملی پیوند راډیو ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د امنيه قوماندانۍ دننه شوې.

هغه تر دې مخکې ويلي و، چې پېښه د قوماندانۍ په قراول کې شوې ده، خو په تازه څرګندونو کې وايي، بريدګر د سيمه ييز پوليسو په يونيفورم کې امنيه قوماندانۍ ته ننوتى وو او د قوماندان سبزعلي د راتلو په تمه و.
نوموړي وويل، کله چې سبزعلي او ورسره سيمه ييز پوليس امنيه قوماندانۍ ته راننوتي، بريدګر ځان ته چاودنه ورکړې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
اسحاقزى وايي: ((پلټنې ښيي چې ځانمرګى بريدګر برحاله سيمه ييز پوليس و، شپږ مياشتې مخکې له دې پوليسو سره يوځاى شوى وو او څو ځله يې له سبزعلي سره هم ليدنې کتنې شوي.))
اسحاقزی زياتوي، چې په وژل شوو کسانو کې د ذبيح الله او غياث په نومونو د سيمه ييزو پوليسو دوه نور قوماندانان هم شامل دي.
امنيه قوماندان وايي چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو جدي څېړنې کوي.
د لوګر ولايت امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالولي طوفان تره کى وايي، چې په دې بريد کې د مرګ ژوبلې ترڅنګ دوه رينجر موټر له منځه تللي او د قوماندانۍ د ودانۍ ښيښې ماتې شوې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خيبر په نوم د عملياتو په ترڅ کې يې نن شاوخوا لس بجې د لوګر ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د ننه پر پوليسو ځانمرګى بريد کړى.
هغه ويلي چې په دې بريد کې يې د سيمه ييز پوليسو د قوماندان سبزعلي په ګډون ۱۲ پوليس وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
تر دې يوه ورځ مخکې د لړم په ١٨مه د کابل د امنيه قوماندانۍ دننه هم ځانمرګى بريد وشو، چې په کې د امنيه قوماندان د دفتر مدير سمونوال ياسين خان ووژل شو، يو ماشوم او شپږ پوليس ټپيان شول.