Home خانه

سبزعلی همدا نن، د ټالیبانو د مایوسۍ د جهاد په یوه ناځوانه برید کې شهید شو

sabz ali 200۵۵ کلن سپین روبی، چې د مبارزې او جهاد ژوند یې د روسانو پر خلاف د آزادۍ له یوې جګړې را پیل کړې او د پنجاب خلاف د ازادۍ پر بله جګړه پای ته ورساوه، همدا نن، د ټالیبانو د مایوسۍ د جهاد په یوه ناځوانه برید کې شهید شو. هو، همدا نن له لوګره د کویټې فوجي کمانډ سنټر ته راپور ورغی چې:

"الهمدلله، آج ایک اور افغان لوکل پولیس کمانډر سبز علی خان فدایی حملی می اړهایا گیا جو پاکستانی کی قومی منافع کی سرسخت منافی او مخالف شخص تها"

پنجابی راپور ورکوونکی غلط نه و. د وطن دغه په عمر مشر او په مټ غښتلی بچی څه موده په کور کښېناست، او له جوماته تر کوره یې تګ را تګ کاوه، خو دا چې پنجاسپیان هیڅ وخت د ټولنې مثبت او مخور مشران په ارامه نه پرېږدي، د نوموړي په تعقیب او ځورولو یې لاس پورې کړ. نوموړی مجبور شو چې له روسانو لاس څخه د لاس په لاس اخیستي ټوپک په میل یو ځلې بیا لته کش او دا ځل د روسي پر ځای پنجاسپی په نښه کړي. نوموړي په ولسي پاڅون لاس پورې کړی او د وطن د ننګې په دې جګړه کې د پنجابیانو اوقات ترخه او په خپله ټالیب نفوذې سیمه پورک یې د ټالیب له شر او خباثته پاکه کړه.

نوموړی وروسته د محلي پولیسو تشکیل ته داخل شو او د ټول لوګر ځمکه یې د پنجاب سپیو ته بټۍ کړه.

یو مېړه او میداني افغان همدومره کولای شي. همدومره یې وکړل، مېړنیو ته یې د مېړانې او وطنپالو ته یې د وطنپالنې مثال پرېښود.