Home خانه

د لوګر د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتوري غونډه جوړه شوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبې، لړم ۱۸مه 

maaref logar 1 200د لوګر د پوهنې رئیس په مشرۍ د پوهنې په سکتورکې د شاملو ریاستونو د منسوبینو ترمنځ د پوهنې اتمه میاشتنۍ سکتوري غونډه نن ترسره شوه. دغه غونډه، چې پرون له غرمې وروسته د پوهنې ریاست د مقام په دفترکې د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر̓ستانکزي̒ په کوربه توب جوړه شوې وه پکې د اتو بیلا- بیلو ریاستونو استازو، چې د نوموړي غونډې رسمي غړي دي برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې لومړۍ د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر̓ستانکزي̒ له لوري د پوهنې په برخه کې د تیرې یوې میاشتې د کړو کاري کړنو او فعالیتونو په تړاو بشپړ راپورد غونډې برخه والوته وړاندې شو.
ورپسې په دې سکتور کې د نورو شاملو ریاستونو راغلو استازوهم خپل کاري راپورونه د غونډې ګډون والو ته واورول.

maaref logar 1 380maaref logar 2 380maaref logar 3 380maaref logar 4 380

وروسته د ولایت مقام سلاکار ښاغلي محمد شریف د لوګر د پوهنې په سکتور کې د تیر یوې میاشتې کړي فعالیتونه مثبت وارزول.
د دې غونډې په پای کې د راتلونکي نوي ۱۳۹۴ کال د ولایتي پرمختیایې پلان لپاره د پوهنې د سکتور په برخه کې د ۷۶ بیلا- بیلو پروژو د ټاکلو په اړه هم بحث وشو.
د ویلو وړده، چې دغه غونډه له مهال ویش سره سم په هره میاشت کې یوځلې جوړیږي.