Home خانه

ځانمرګي بريد د لوګر د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په ګډون اوه پوليس ووژل

لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۹ 

sabz ali 200په لوګر کې د ځانمرګي بريد له امله د دې ولايت د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان په ګډون اوه پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان دي. د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي ملی پیوند راډیو ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د امنيه قوماندانۍ په قراول کې رامنځ ته شوه.

اسحاقزى وايي: (( ځانمرګى بريدګر د امنيه قوماندانۍ د قراول مخې ته ولاړ و، کله چې د لوګر ولايت د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان سبزعلي دلته رارسېږي، بريدګر ځان ته چاودنه ورکوي.))
امنيه قوماندان زياتوي، چې په ياده پېښه کې د سبزعلي په ګډون اوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خيبر په نوم د عملياتو په ترڅ کې يې نن شاوخوا لس بجې د لوګر ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د ننه پر پوليسو ځانمرګى بريد کړى.
مجاهد ويلي چې په دې بريد کې يې د سيمه ييز پوليسو د قوماندان سبزعلي په ګډون ۱۲ پوليس وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

منبع: ملی پیوند راډیو