Home خانه

په لوګر کې د ولایتي شورا نویو وکیلانو د لوړې مراسم ترسره کړل

شیرمحمد ((ستانکزی))

logar shura 200په لوګر ولایت کی ولایتی شورا ته د وکیلانو د لوړی جشن په شانداره مراسمو سره نن ولمانځل شو. د لوګر ولایت د نویو وکیلانو  دلوړې په مراسمو کې د لوګر ولایت والي الحاج نیازمحمدامیري، د والي مرستیال فیض محمد میزازاده، په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت استازی انجنیرصاحب خان، د لوګر د استناف محکمو عمومي رییس پوهنوال نجیم حمیدی، د لوګر ولایت دولتي مسؤلین، د لوګر ولایت د سراسري شورا رییس حمیدالله فاروقي، د کابل ولایت د خلکواستازی زمرک پادخوابي، د کرکت بورډ مشر شهزاده مسعود، د لوګر ولایت قومی مشرانو، جهادي شخصیتونو اوګڼ شمیر د لوګرخلکو کډون کړي ؤ.

په پیل کې لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري دنوموړې مراسموګډونوالوته دښه راغلاست وویلو وروسته دلوګرولایتي شورا نویو وکیلانوڅخه دښه خدمت کولو اودخلکو استازولي په میړانه توګه سرته رسولو وړاندوینه وکړه. امیري زیاته کړه، چې لوګرولس په تاسو باور کړی دي تاسوته يي رایه وکاروله، نو هرومرو تاسو دهغوی لپاره دخدمت جوګه ووسئ. وروسته حمیدالله فاروقي او شاهزاده مسعود ګډونوالوته وینا وې وکړې، دوی هریو دخپلوخبروپه ترڅ کې نوی وکیلان دې ته وهڅول، چې خپل ولس ته دخدمت لپاره لاسونه راونغاړي لوګرولایت ته پرمختګ ورکړي او ددې ولایت خلک کوموستونزواونندریو سره چې مخامخ دي دپای ټکي کیږدي او ولس هم دوکیلانوسره همکار ووسي. دنونویو وکیلانوپه استازیتوب ډاکټرعبدالولي وکیل او حاجی محمدقسیم خوشیوال ګډونوالوته خبرې وکړې او ژمنه وکړه، چې لوګر او ددغه ولایت خلکو ته به رښتینی خدمت کوي. دوی ژمنه وکړه چی دهر ډول سمتی او ژبنی تعصباتو پرته به ټولو لوګریانو ته په یوه سترګه ګوري او کار به کوي او دخلکو ستونزو ته به ښه رسیده ګی وکړي. دیادونې وړ ده، چې لوګر ولایت کی سږ کال ولایتی شورا ته (۴۰) تنو ځانونه نومولی وو، چی په  دې ډله کی یی (۴) تنه میرمنی وی خو په دوی  کی دلوګر سهم (۹) تنه ؤ چی په شمیر کی یی دوه میرمنی او (۷) نارینه دی، چی دولایتی شورا څوکیو ته یی لار مندلی ده.

شیرمحمد ((ستانکزی))