Home خانه

د ولايتي شورا غړو د لوړې پر مراسمو د برید په ترځ کی دری پولیس ټپیان شوی

لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۸

logar attak 200د لوګر ولايت په مقام کې د ولايتي شورا غړو د لوړې پر مراسمو بريد شوى،درې پوليس په کې ټپيان شوي او بريد کوونکى نيول شوى دى. د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي وويل، دا پېښه نن کابو ١١ بجې رامنځ ته شوه ؛ خو له امله يې د لوړې مراسم نه دي ګډوډ شوي. قوماندان وويل، يوتن د ولايت د مقام پر دروازه لاس بم غورځولى او وروسته يې غوښتل چې د ولايت ودانۍ ته ننوځي، خو پوليسو يې مخنيوى کړى او هغه يې نيولى دى.

ده وويل، چې د لاسي بم په چاودنه کې درې پوليس ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د اسحاقزي په وينا، له بريدکوونکي سره تومانچه هم وه او غوښتل يې تر چاودنې وروسته ولايت مقام ته ننوځي او هلته د ولايتي شورا د لوړې پر مراسمو ډزې وکړي.

هغه د نيول شوي تن د هويت په تړاو څه نه دي ويلي، خو يادونه يې وکړه چې پوليسو ترې پوښتنې پيل کړې دي.

منبع: ملی پیوند راډیو‎