Home خانه

افغان اولس هیواد ته د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي

 لیکونکی: شیرمحمد((ستانکزی))

sher mohammad stanekzai 200په اوسني حالاتوکې د هیواد د خلکو هیلې او غوښتنې سوله ده، چې هر وګړی ورته اړتیا لري. که چیرې د هر اوسیدونکي هیواد والو څخه وپوښتئ  چې څه غواړئ؟ هغه به په ډیرتنده ووایي چې سوله، امناو د وطن د آبادولو پرمختګ غواړو، دا خبره د هر هیوادوال د زړه خبره ده.  د همدې موخې لپاره په ټول افغانستان کې هڅه روانه ده ترڅو د هیواد شته ستونزې او نا امنۍ د سولې له لاری د حل چارې ورته پیدا کړي او دغه موجوده؛ بدبختیو ته د پای ټکی کیښودل شي. افغان ولس چې په هیوادکې کومې ناخوالې ویني، هغه ورځې وریادیږي، چې تل يي په جنګونو، نا امنیو او ډول ډول کړاونو کې ژوند تیر کړې ؤ.

دوی نه غواړي، چې بیا خدای دنه کړي، هغه ورځې په هیواد کې رابرسیره شي کوم چې  وطن موپه  کنډوالواو ویجاړیو  بدل شوی  ؤ.  اوس افغانان سوله او دهیواد پرمختګ ته هڅې کوي او وايي چې  دځوانې طبقې دافکارو او نوښت  په پام کې دنیولوپه صورت او دخبرواترو له لارې  سوله او امن راتلای شي او هیواد دپرمختګ لورې ته ځي .  کله چې  هیواد ته  دیارلس کاله مخکې دیو نوې نظام  څپرکی  راڅرګند او مونږ افغانان ددغې نظام  د ډیرو پرمختګونو شاهدانو یوو. 

په دې دیارلسوکلونو کې هیواد دخلکو دغه پرمختګ د ډیرو سترو هلوځلو دترسره کولو په موخه لاسته کړی دی اونه غواړي چې ددغه پرمختګ مخه دیو اوبل په نو بیا ونیول شي. زمونږ اولس سوله غواړي خوخپل پرمختللي  ارزښتونه اوپرمختګونه نشي قرباني کولای، زمونږخلک امنیت غواړي خو امنیت باید درښتونې سولې په پایله کې رامنځته شي اودهیوادپرمختګ باید داسلامي قوانینو او اساسسي قانون په غیږکې وده وکړي اودپردیو هرډول لاس وهنې  زمونږ په کورنیو چاروکې بندې شي او افغانان اولس باید دخپل هیواد لپاره په رښتونې  توګه دسولې بهیر په بریالي توګه پر مخ بیوزي. نو همدا دمیړنوافغانانو یواځنۍ هیله او آرزو؛ په هیوادکې ډاډمنه سوله، امن او پرمختګ  دی.  

  کله چې په هیوادکې  سوله تامین شي، امنیت اوهم پرمختګ په خپل حال پوره وده کوي اودهیواد ټولې چارې چې دولسونو دپرمختګ موخې دي ،په ښه توګه پرمخ ځي او دخلکو دخوښیواوخوشحالیولامل اوسبب ګرځي.  دغه هیله واقعاً دافغان اولس هیله ده نوله دې کبله دافغانستان نوی منتخب دولت  دخپلې تګ لورې له مخې سوله ؛یواځنۍ  دکاردلومړیتوب  پیلامه وشمیري، ترڅو خپل  مخالفین کینوي او دهیواد شته ستونزې دخبروله لارې حل او فصل کړي او ددې ستونزو دحل په وسیله دجنګ او ویجاړیو مخه نیول کیږي. دسولې راوستو لپاره هرافغان وګړې  دا وجیبه  وګڼي، چې سوله، امن اوپرمختګ  هیواد ته  تنها او تنها دقلم  په مبارزې راتلای شي نه دجنګ اوجګړو له لارې.   دوی  دخپل وطن دپرمختګ لپاره ملاوتړي، چې افغانستان دتل لپاره په نړۍ کې  یو باثبات  هیواد په توګه نړیوالوته وروپیژندل شي .  

لیکونکی: شیرمحمد((ستانکزی))