Home خانه

د ځوانانو مسؤلیت او ځوانان باید څه وکړي؟

شیرمحمد((ستانکزی))

sher mohammad stanekzai 200ځوانان دټولنې هغه اساسي بنسټ ایښودونکي دي، چې دیوې ټولنې ټول مسؤلیت دوی ته متوجه کیږي. دځوانانو سترمسؤلیت په چاپیریال کې خپله سیمې ته دخدمت  کولو جوګه هغه لازمي او فرضي دنده پرمخ یوسي، چې دټولووګړو لپاره اړین دی، هغه علم او پوهه ده. دعلم اوپوهې په برکت دجهالت تورې اوتیارې ورځې رڼا کیږي . هغه اختراعات او اکتشافات (زیږندې او جوړونې) په همدې علم سرته رسول کیږي. نوځوانانوته پکاردی، دغه دپوهې کښتۍ په هیوادکې پیاوړې کړي، ځینې ځوانان نن ورځ چې نیشه يي توکوته مخه کړې اصلي لامل يې ناپوهي ده. ددې ناپوهۍ دله منځه وړولو لپاره ټول ځوانان کولای شي، چې په نیشه روږدې اخته کسانوته څنګه خلاصون ورکړي اویا په راتلونکي کې نوموړې کسانومخه څنګه ونیولی شي.

 

په دې اړه زمونږ غښتلي ځوان دې تل هڅه وکړي، دهغوتنکیوځوانانوڅارنه وخت پر وخت وکړئ، چې دوی نوې پل ( قدم) دځوانۍ په ونه ایښې دی. د دوی پرکړو ځوانان ځانونه پوه کړي او کوم تنکي ځوان ناوړو عمل ته مخه کړي؛ باید له کورنۍ دهغوی له پلرونو وروڼواو خپلوانوسره دې دهغه  پرکړو خبره شریکه کړي، ترڅو وکولای شي دغه تنکی ځوان دبې لارۍ او ناوړوکړنو ‎څخه وژغورل شي.ځوانان ته پکاردی، چې دقلم له لارې خپلو مبارزوته دوام ورکړي. نن ورځ مونږ اوتاسو وینو چې زمونږ ځینې ځوانان دپردیو په خبرو غولول شویدي، چې نه باید یوځوان دپردیو په لمسون خپل ګران هیواد د ویجاړولو هڅه وکړي.  ددغې عمل د مخنیوی لپاره کوم کارونه باید وشي. فعال ځوانان دداسې کسانو مخنیوي دهغوی له پلرونوسره کتنه وکړئ پلرونه يي دې ته  وهڅوي ترڅو خپل زامن له دغو کارو څخه منع کړي. ځوان ټولنې ته پرمختګ  دخپل پوهې او ذکاوت له لارې ورکړي، په خپل چاپیریال کې داسلامي اخلاقوپه خپرولوکې هڅې وکړي او دناوړواخلاقومخه دونیسي.همدا ځوانان دي، چې دښه اخلاقو، رښتیا وویلواو د هیواد په ودانولوکې رغنده ګامونه  اخلي او اخیستي دي، ځکه دوی سره دفکري پوهې  اودنوې ټکنالوژۍ سترقوت نغښتې دی.  ځوانان باید دنورو کړنو ترڅنګ دټولنیزو اخلاقو په خپرولواو لوړولو کې ترنورو ډیره برخه لرونکي وي. دټولنیزو اخلاقو په مراعتولو کې نه یواځې په خپله  بلکې نوروته دهم لارښونه او دعوت وکړي.  دبیګانه کلتور او رسوم  دمخنیوي په موخه سترې مبارزې په لاره واچوي او دګران افغانستان کلتور پیاوړې او لا ودې ته نورهم قوت  ورکړي.  سره له دغو کارونو، چې مسؤلیت لرونکي يي ځوانان دي، باید  دولتي چارواکې ځوانان له پامه ونه غورزوي کوم حقوق او امتیازات چې ځوانان يي لري اویا  دوی ته  په نظر کې نیول شوي  باید بې له کوم ځنډ څخه دولت ورته لازم اقدام و کړي. دغوځوانانو لپاره دولت باید لازمې اسانتیاوې ورته په پام کې ونیسي. په اداري کاروکې دځوان ګمارل  داداري چارو نوښت او پرمختګ لامل ګرځي.  دلوړو تحصيلي زده کړو زمینه که هغه  دهیوادپه دننه اویاپه بهرکې وي، ځوانانوته آماده  کړي. هغو ځوانانو لپاره، چې د پوهې له نعمت څخه تراوسه محروم پاتې دي،په تولیدي او صنعتي  کارونوکې  فعال سهم ورکړل شي او دبهردهیوادونو دمزدوري څخه خلاصی پیداکړي، هم به زمونږ  دهیواد پرمختللي تولیدي اوصنعتي کارونه پرمختګ وکړي او هم به  د دوی لپاره په هیواد کې دکار زمینه پیدا شي. په پای کې ټولو ځوانانو ته  دلوی خدای (ج) توقیق ورکولوغوښتونکي یوو، ترڅو خپل ولس ته دلازیاتو خدمت کولو، دملي یوالې او دوطن آبادولو لپاره نه ستړیکیدونکي هلې ځلې وکړي.

لیکونکی: شیرمحمد((ستانکزی))