Home خانه
د ډاکټر نجیب د وخت افغانستان!
د ډاکټر نجیب د وخت افغانستان!
Dawood Amin:
په يو شمېر راپورونو کې مې ولوستل چې د نجيب په وخت کې افغانستان تقريباً تر ۴۰ پورې د سکاډ توغنديو د توغولو دستګاوې لرلې.
په هغه وخت کې تر ۲۳۰۰ سکاډ توغندي موجود وه، د جلال اباد په جګړه کې زيات شمېر توغندي وازمویل هم شوه.
دا توغندي ايران اؤ پاکستان نه درلوده، اوس له هغې اعلی توغندي بالستيک توغندي دي. د امریکایي استخباراتي راپورونو له مخې ایران اوس مهال په خپل ارسنال کې له ۳۰۰۰ څخه زیات بېلابېل بالستیک توغندي لري.
د مالوماتو له مخې پاکستان بيا له ۱۲۶ ډېر د بالستیک او کروز توغنديو لانچرونه او ۱۷۰ اتومي سرګلولې په خپله نظامي اډانه کې لري چې ځينې توغندي حتا تر ۲۷۵۰ کيلو مترو پورې رسېږي.
مګر اوس افغانان پرته له هغې سلاح چې چريکي جګړه پرې کېدای شي نور هيڅ نه لري.
نوټ: دا چې دا راپورونه به تر کومه حده مطمين وي په دې نه غږېږم خو موږ باید له صفره د یوه داسې افغانستان د جوړولو لپاره کار وکړو چې علم ولري، صنعت ولري، اقتصاد ولري، قوي بنسټونه ولري او خپل امنیت په خپلو پښو وساتلی شي.
افغانستان د جګړې لپاره نه، د جوړولو لپاره متحد کېدل غواړي. راځئ لاسونه سره ورکړو؛ افغانستان بیا جوړېدای شي.



زندگی نامه مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر













































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه





































