Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس د اوونۍ په اداري غونډه کې ګډون وکړ

پل علم، دلوګردپوهنې ریاست دمطبوعاتودفتر، دوشنبه، میزان ۲۱مه 

en. m. akbar 200د لوګر د پوهنې رئیس د سرپرست والي په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د اوونۍ په جوړه شوې اداري غونډه کې نن برخه واخیسته. 
دغه غونډه ، چې د ولایت مقام د غونډو په تالارکې د سرپرست والي ښاغلي نیازمحمد "امیري" په کوربه توب د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه لرله.

په دې غونډه کې د نورو موضوع ګانو ترڅنګ د یو شمیرریاستونو له لوري دغې غونډې ته د شویو وړاندیزونو د پریکړو په تړاو خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
د یادونې وړده، چې دغه غونډه له ټاکل شوي مهال ویش سره سم په هره اوونۍ کې یوځلې د دوشبنې په ورځو جوړیږي.