Home خانه

د لوګر د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتوري غوڼده ترسره شوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشبنه، تلې ۲۰مه 

logar pohani 1 200د لوګر د پوهنې رئیس په مشرۍ د پوهنې سکتور اړوند ریاستونو د منسوبینو ترمنځ د پوهنې اوومه سکتوري غونډه نن جوړه شوه. 
دغه غونډه، چې د پوهنې ریاست د مقام په دفترکې د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" په مشرۍ جوړه شوې وه د پوهنې په سکتور کې د شاملو ریاستونو چارواکو پکې برخه اخیستې ؤ.

دغه میاشتنۍ غونډه له ټاکل شوي مهال ویش سره سم په هره میاشت کې یو ځلې جوړیږي او پکې د دغه سکتور د میاشتنیوکاري کړنو، فعالیتونو او ستونزو په تړاو بحث او خبرې کیږي.
په ننۍ غونډه کې لومړی د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" له لوري د پوهنې په برخه کې د کاري فعالیتونواو لاسته راوړنو په تړاو د تیرې یوې میاشتې رپوټ د غونډې برخه والوته واورول شو. 
وروسته په دې سکتور کې د شاملو ریاستونو راغلو چارواکو هم د خپلو کاري کړنو رپوټ د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل.
د غونډې په پائ کې د اقتصاد ریاست مرستیال ښاغلي سید امیرحمزه "مسلم" د لوګرد پوهنې په سکتور کې د کړو کړنو ستاینه هم وکړه.