Home خانه
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي شاپور حسنزوی «پخوانۍ» مېرمنې د خپلو ټپونو طبي اسنادونه شریک کړي او هغه یې په کورني تاوتریخوالي تورن کړی دی
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي شاپور حسنزوی «پخوانۍ» مېرمنې د خپلو ټپونو طبي اسنادونه شریک کړي او هغه یې په کورني تاوتریخوالي تورن کړی دی
خو حسن زوی دا تور ردوي او وایي چې مېرمن او دوه ماشومان یې «د طالبانو په توطیه تښتول شوي دي.»
د دې کورنۍ د برخلیک په اړه دوه په بشپړ ډول توپیر لرونکي روایتونه دي: یو د هغې ښځې روایت دی چې وایي د کورني تاوتریخوالي له امله یې د خپل پلار کور ته پناه وړې ده، او بل د هغه سړي ادعا ده چې وایي مېرمن او ماشومان یې «تښتول شوي» او د طالبانو بنسټونه په دې «تښتونې» کې لاس لري.
د طبي اسنادو د یوې مجموعې، د ټپونو د عکسونو، د اوسېدو د اسنادو څېړنه او له دې دوسیې سره د تړلو کسانو سره خبرې اترې ښیي چې دا کورنی جنجال اوس په یوې ناندریزې دوسیې باندې چې سیاسي اړخونه لري، بدل شوی.
د طبي اسنادو او انځورونو څېړنه ښیي چې د شاپور حسنزوی پخوانۍ مېرمن سخته ټپي شوې ده.
په دې انځورونو کې د هغې د بدن په ځینو برخو، لکه ورنونو، خېټه او د اوږې په ساحه کې د شینوالي نښې لیدل کېږي.
همدارنګه د راډیولوژي (ایکسرې) عکسونه چې د افغانستان انټرنشنل په واک کې ورکړل شوي، د هغې د ښۍ پښتۍ د یوه هډوکي ماتېدل ښیي.
دا ښځه چې ویې نه غوښتل نوم یې خپور شي، وایي چې د سخت کورني تاوتریخوالي له زغملو وروسته یې کابل پرېښی او په تهران کې د خپل پلار کور ته یې پناه وړې ده. هغه وایي چې اوس شاوخوا اته میاشتې کېږي چې په تهران کې ژوند کوي او په پارسا روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مرستیال رحیمالله بریال په ایکس کې په یو پیغام کې لیکلي چې شاپور حسنزوی څلور مېرمنې لري او یوې مېرمنې یې ترې شکایت کړی دی.
د دغه طالب چارواکي په وینا، مطرح شوی شکایت د خپلې مېرمنې سره د ښاغلي حسنزوی د «خورا ظالمانه چلند» په اړه و.
هغه ادعا کړې چې حسنزوی خپله مېرمن د ودانۍ له درېیم پوړ څخه ښکته غورځولې او هغه د یو موټر په چت باندې له لګېدو وروسته د ګاونډیانو له خوا روغتون ته لېږدول شوې وه.
شاپور حسنزوی د طالبانو د کورنیو چارو وزارت روایت ردوي.
هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د کورني تاوتریخوالي ادعاګانې «بېبنسټه» وبللې او ویلي یې دي چې د طالبانو محکمې د دوسیې له څېړلو وروسته هغه ته برائت ورکړی دی.
حسنزوی وایي چې شاوخوا یو نیمه میاشت د طالبانو په زندان کې و او بیا خوشې شو.
هغه مدعي دی چې داسې اسناد په واک کې لري چې د هغه د برائت حکم ښیي، خو د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې یې دا اسناد وړاندې نه کړل.
شاپور حسنزوی وایي مېرمن او ماشومان یې تښتول شوي او له افغانستان څخه د دوی وتل د هغه «له اجازې پرته» شوي دي.
د هغه په وینا د کورنۍ د غړو پاسپورټونه د هغه په واک کې وو، خو د هغوی لپاره نوي د سفر اسناد صادر شوي څو وکولای شي هېواد پرېږدي.
هغه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تورنوي چې په دې معامله کې یې همکاري کړې او وایي چې دا دوسیه د افغانستان د پخواني حکومت د څېرو د بدنامولو لپاره جوړه شوې ده.
افغانستان انټرنشنل د حسنزوی له پخوانۍ مېرمنې او د هغې له دوو کمکیو لوڼو سره د ویډیویي اړیکې له لارې په تهران کې د هغوی د نیکه په کور کې د هغوی شتون تایید کړای شو.
د دې ښځې پلار چې ویې نه غوښتل نوم یې خپور شي، وایي چې لور یې په بشپړ رضایت سره ایران ته راغلې ده.
هغه د دوو ماشومانو د اوسېدو رسمي اسناد هم وړاندې کړل چې ښیي دواړه په تهران کې قانوني اقامت لري.
د ماشومانو نیکه وایي چې د هر یو د اقامت د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره یې شاوخوا ۱۵۰۰ ډالره لګښت کړی دی.
هغه وایي که شاپور حسنزوی یې د خپلو ماشومانو ساتنه غواړي، کولای شي د هغوی د لیدو لپاره تهران ته سفر وکړي؛ خو لور یې د هغه څه له امله چې «سخت تاوتریخوالی» یې بولي، چمتو نه ده کابل ته بېرته ستنه شي.
څېړل شوي اسناد ښیي چې د شاپور حسنزوی د مېرمنې کورنۍ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په دویمه نېټه د طالبانو په درېیمه امنیتي حوزه کې د هغه پر ضد شکایت ثبت کړی دی.
خو دا څرګنده نه ده چې د دې دوسیې بشپړ قضایي پړاوونه څنګه پر مخ تللي او ایا د طالبانو محکمې د ټولو مطرح شویو ادعاوو په اړه وروستی حکم صادر کړی دی که نه.
دا دوسیه په داسې شرایطو کې رامنځته شوې چې حسنزوی د افغانستان د جمهوریت د دورې یو له سیاسي څېرو څخه و. هغه د افغانستان په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت د خلکو استازی و.
په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوریت حکومت له سقوط وروسته، هغه افغانستان پرېښود، خو وروسته له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمیسیون له لارې هېواد ته ستون شو.
حسنزوی مخکې ویلي وو چې د راستنېدو لپاره یې د طالبانو په ژمنو باور کړی و، خو وروسته یې له خپلې پرېکړې پښېماني ښودلې وه او ویلي یې وو چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
په اوس وخت کې د دې دوسیې په اړه دوه متضاد روایتونه دي، چې له یوې خوا، طبي اسناد او د شاپور حسنزوی د پخوانۍ مېرمنې او د هغې د کورنۍ څرګندونې د کورني تاوتریخوالي او ایران ته د پناه وړلو روایت روښانه کوي.
حسنزوی ادعا کوي چې د یوې سیاسي توطیې او کورنۍ تښتونې قرباني شوی دی.
د هغه مېرمنه وایي چې مخکې د کورني تاوتریخوالي پر مهال، حسنزوی هغې ته «طلاق» ورکړی دی او له همدې امله دا واده پای ته رسېدلی دی.
دا ښځه په تهران کې د خپل پلار له ملاتړه برخمنه ده، خو بله مهمه پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي نورې قرباني ښځې -چې کورنی چاپیریال ورته ناامنه دی- چېرته لېږدول کېږي.
د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې مخکې، د کورني تاوتریخوالي قرباني ښځې د ښځو چارو وزارت تر مدیریت لاندې امن کورونو ته لېږدول کېدې.
طالبانو په کابل باندې له ولکې وروسته شاوخوا پنځه کاله وړاندې د ښځو چارو وزارت او د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون لغوه کړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په یو راپور کې لیکلي وو چې د طالبانو قاضیانو د تاوتریخوالي قرباني ښځې «د ساتنې لپاره» د ښځو زندانونو ته لېږلې دي.
د طالبانو له ویاند څخه پوښتنه شوۍ کله چې د دغې ډلې دولتي ادارې تشخیص کړي چې د یوې ښځې لپاره کورنی چاپیریال ناامنه دی، هغه چېرته لېږدوي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه شوی.
کورنی تاوتریخوالی په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو له تر ټولو پراخو بڼو څخه دی خو د ټولنیزو پایلو له وېرې، اقتصادي وابستګۍ، کورنیو فشارونو او حمایتي او قضایي نظام ته د لاسرسي د کمزورتیا له امله د دې پېښو لویه برخه هېڅکله نه راپور کېږي. له همدې امله شته احصایې احتمالاً د واقعیت یوازې یوه برخه ښیي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه

































